افغانستان

نا امنۍ ګڼ سوداګر له پانګونې زړه تورې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، نا امنۍ او ګواښونو ګڼ سوداګر له پانګونې زړه توري کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې وياند صیام الدین پسرلي رسنیو ته ویلي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې افغان سوداګرو ته شپېته ګواښونه شوي دي.

پسرلي ازادي راډيو ته ويلي، په تېرو دوو میاشتو کې د قتل او تښتونو شپېته ګواښونه د دې لامل شول، چې میلیونونه ډالره له هېواده ووځي.

د کورنیو چارو وزارت هم مني، چې د سوداګرو په خونديتوب کې پاتې راغلي.

د دې وزارت چارواکو تازه خبر ورکړی، چې د تجارانو د خوندیتوب لپاره په یوه طرحه کار کوي.

که څه هم د ګډ حکومت لوړ پوړي چارواکي په اقتصادي برخه کې خپلې چارې ښې ارزوي، خو د شنونکو په باور ملي سوداګرو ته نه پاملرنه او د هغوی د خوندیتوب نیستي هغه څه دي چې سوداګر په هېواد د ننه پانګونې ته زړه نه شي ښه کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x