نړۍ

ټرمپ خپلو ځواکونو ته: تر کامیابۍ به جګړه کوو!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې پرخپلو عسکرو غږ کړی، چې باید تر «کامیابۍ جګړه وکړو!»

د طلوع نیوز له قوله ټرمپ په افغانستان کې مېشتو امریکايي عسکرو ته په ویډيويي خبرو کې ويلي، دلته باید نه یوازې د پاتې کېدو لپاره جګړه وشي، باید بریالي هم شوو.

د سرچينې په قول ټرمپ د خپلې ستراتېژۍ له اعلانه وروسته، په افغانستان کې خپل فعالیتونه ښه ارزولي او ویلي يې دي چې د بریا لاره یې پرانیستلې ده.

هغه پخپلو عسکرو غږ وکړ: « له دې وروسته به یوازې د پاتې کېدو لپاره جګړه نه کوو، بلکې د بریا لپاره به جنګېږو!»

د ناټو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن هم منلي، چې په افغانستان کې جګړه‌ییز پرمختګ يې په ټپه درېدلی.

نېکلسن يې حل لاره دا ښيي، چې باید نور امریکايي عسکر افغانستان ته راشي، چې جګړه یوې پايلې ته ورسېږي.

تر دې وړاندې پخواني امریکايي چارواکي ډيویډ پیټرویس هم په افغانستان کې روانه جګړه ناکامه جګړه بللې وه.

پیټرویس منلې وه، چې تر یوه نیمه لسیزه ډېره موده کې موږ هغه څه لاس ته را نه وړل، چې باید راوړي مو وای.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو میاشتې وړانډې نوې ستراتيژي اعلان کړه، چې افغان چارواکو يې بې ساري هر کلی وکړ.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د بمباریو، شپنیو چاپو او مخامخ جګړو له امله ملکي تلفات هم زیات شوي دي چې له امله یې پر ټولنیزو پاڼو او عوامو په منځ کې د بهرنیانو او ګډحکومت پر ضد غوصه زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x