افغانستان

ګل اغاشیرزی:په کندهار کې د ټاکنو په ورځ ډېره درغلې شوې ده

د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د ننګرهارپخوانی والي ګل اغا شیرزی وايي چې د وري د شپاړلسمې په ټاکنو کې له نوموړي سره په کندهارکې ډېره درغلې شوې ده، شیرزي له یوه شخصي تلویزون سره په خبروکې وویل چې نه یواځې له ده سره، بلکې له ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي سره هم په یاد ولایت کې درغلې شوې ده.

د شيرزي په خبره دومره ستره درغلې یو ملي خیانت دی، چې په خبره يې خپله ولسمشر او د ټاکنو کمیسیون هم پکې شریک دی، د نوموړي په خبره د ټاکنو بل نوماند زلمي رسول په ټاکنیزو منډو ترړو کې تل له دولتي امکاناتو ګټه اخیستې، هغه د ټاکنو د کمیسیون مسوولین هم د مشخص نوماند په ګټه تورن کړل، ويې ويل: (نه مې په پیسورایه رانیولې ده او نه مې درغلې کړې ده، د ټاکنو کمیسیون چوپتیاخپله پرزلمي رسول د درغلیو ثبوت دی.)
 ګل اغا شیرزي په خپل ټاکنیز کمپاین کې هم په هرات کې دناستې ګډونوالو ته ویلي و،چې زلمی رسول بې خاورې او بې ناموسه کاندید دی.یاده دې وي چې د ټاکنو اړود شکایات زرګونو ته رسېږي.داپه داسې حال کې دی، چې لاهم د ټاکنو اړوند نړیوال تبريکي پیغامونه راروان دي او د نړیوالو په ګډون یو شمېر سیاستوال دا ټاکنې بريالۍ بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x