نړۍ

ډيلي مېل: له سعودي شهزادګانو امريکايان تحقيقات کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له لندن څخه چاپېدونکي ډيلي مېل ورځپاڼې په يوه تازه راپور کې ويلي، د وليعهد محمد بن سلمان له لوري د نيول شويو شهزادګانو څخه امريکايانو تحقيقات کړي دي.

دغې ورځپاڼې په سعودي عربستان کې د يوې سرچينې له قوله ليکلي، چې نيول شوي شهزادګان د امريکايي څېړونکو له لوري وهل شوي، له پښو ځوړند شوي او نور ډول ډول شکنجې ورکړل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په وهل شويو کې ميلياردر شهزاده وليد بن طلال هم شامل دی.

د راپور له مخې، دغه امريکايي څېړونکي د يوه خصوصي کمپنۍ (بلک واټر) پورې اړوند دي.

خو د بلک واټر کمپنۍ نه مني، چې ګنې دغه امريکايان دې د دوی د کمپنۍ غړي وي، زياتوي چې دوی د امريکا له قانون څخه سرغړونه نه کوي.

په امریکايي قانون کې، هغه امريکايانو ته د شل کاله بند سزا ورکول کېږي چې بهرني وګړي يې شکنجه کړي وي.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي و، چې د بندي شهزادګانو له ډلې ۱۷ تنه د سختو شکنجو او تعذيبونو ورکولو له کبله د تداوۍ په موخه روغتون ته لېږدول شوي و.

يوه مياشت وړاندې د شهزاده محمد بن سلمان په امر د شاهي کورنۍ د يوولس غړو په شمول د سعودي دولت لوړپوړي پخواني چارواکي، سوداګر او وزيران د فساد په تول ونيول شول او اوس مهال دغه کسان د رياض په پنځه ستوريز هوټل (رټز کارلټن) کې ساتل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x