ادبي لیکني

خبري تحریم – لنډه کیسه

د رنګین ټاپو ځوان جمهوریت له ولسي مقاومت سره مخامخ وو ، یوه ډله خلکو نوی دیموکراتیک نظام په رسمیت نه پیژندو او پرلپسې یې بې اطاعتۍ ته ادامه ورکوله ، د دیموکرات نظام چارواکي سهار د بمونو په درب دروب راپاڅیدل او ماښام یي دچاودونو دخبرونو له امله تصویري رسنۍ نه شوای کتلای .

رنګین ټاپو ته له دیموکراسۍ سره یوځای دبیان ازادي هم نوې راغلې وه ، چې د سانسورځپلیو خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو په کې خورا ساعت تېر وو ، که څه هم وضعیت ډیر مخدوش او بې خونده وو ، خو دوی کولای شوای چې دروانو پیښو په اړه چې څه غواړي ویي وایي او نشر یې کړي ، دجګړې خبرونو د نویو راپنځیدلو مطبوعاتو د چلښت لپاره داوبو او هوا غوندې ارزښت درلود ، ځکه خبریالان چې زیاتره یې نوکیان وو ، د جګړې له نغدو خبرونو پرته یې نه شوای کولای خپلو رسنیو ته نور د نشر وړ خبري مواد ومومي .

د بیان دازادۍ د په سیوري کې په رنګین ټاپو کې ژورنالیزم خورا وده کړې وه ، دخبریالانو ګڼې ټولنې جوړې شوې وې ، او په هیواد کې د غریبکارانو او کسب ګرو په نسبت خبریالان ډیر وو ، اوس دوی دمدني ټولنو په چوکاټ کې یو څلورم ځواک بلل کیده ، چې حتی له اجرائیه قوې سره یي سیالي کوله ، خو له دې ټول ځواک سره سره دوی حکومت ته ځکه وفاداري درلوده ، چې یو خودرسنیو تمویل دحکومت په غاړه وو او بل حکومت د بیان دازادۍ په تنفیذ سره دوی ته د ازادانه کار زمینه برابره کړې وه .

د دیموکرات نظام په مقابل کې وسلوال مقاومت د رسنیو په وړاندې یوازینی سرخوږی وو ، وسلوالو چې په حکومت بریدونه کول او تلفات یې ورته اړول نو نیمایي درد ورسره رسنیو برداشت کاوو ، ځکه خبریالان پوهیدل چې که دیموکرات نظام سقوط وکړي نو شاید دبیان دازادۍ کمپله هم ورسره ټوله شي .

همدا لامل وو چې د خبریالانو ټولنو له حکومت سره په مشوره فیصله کړې وه ، چې دبیان ازادۍ ته په ټول تعهد سربیره د ملي ګټو په خاطر باید د مخالفو وسلوالو له خبرونو سره دمور او میرې چلند وشي ، لکه څنګه چې د ژورنالیزم اصول وایي باید هماغسي نشر نه شي ، بلکې د حکومت ګټو ته په پام سره تبلیغاتي استفاده ترې وشي .

د رنګین ټاپو رسنۍ او متبوع حکومت یې په دوه کې حیران وو ، له یوې خوا دبیان ازادي ترې د روانو حملو او تلفاتو دخبرونو نشریدل غوښتل ، له بلې خوا ددا ډول خبرونو جزئي نشر هم دحکومتي چارواکو په مورال بده اغیزه کوله او دهیواد دوضعیت په اړه یي دهیوادوالو او نړیوالو باور په صفر کې ضرباوو ، له همدې امله یوورځ د حکومت او رسنیود چارواکو په ګډه غونډه کې فیصله وشوه ، چې دحکومتي ګټو په خاطر باید په ټولو هغه خبرونو مطلق بندیز ولګول شي چې په یوه شکل د اشکالو د مخالفو وسلوالو په فعالیت دلالت کوي ، ددې تحریم په اړه موافقه داسې وشوه چې ناڅاپي دې نه نافذیږي ، ځکه که ناڅاپه اعلان وشي چې دمخالفینو اړوند خبرونه مطلق بند نو شاید دبیان په ازادۍ مین دیموکراتان یي یو شاتګ وبولي او حکومت خلکو ته دازاد ژورنالیزم په شعار کې دروغجن ښکاره شي ، نوددې لپاره چې خبري تحریم په عامه نظرونو کې تریوه حده منطقي او موجه وبریښي باید تر هغو انتظار وشي چې یوه منطقي بهانه ورته وموندل شي ، یعني یوې داسې پیښې ته دې انتظار وشي چې د حکومت مخالفو کسانو لخوا خبریالانو یا رسنیو ته کوم ګواښ پیښ شي ، چې بیابه رسنۍ دداسې عمل په غبرګون کې خپل خبري تحریم اعلان کړي .

درسنیو او حکومت په دې پټه موافقه ترکال زیاته موده ووته خو هیڅ داسې پیښه رامنځته نه شوه ، چې دتحریم دنافذولو لپاره دبهانې کار ترې واخیستل شي ، حکومت او رسنۍ دواړه په فکر کې وو چې څه وکړي ، یوه ورځ داطلاعاتو او فرهنګ وزیر د خبریالانو داتحادیې عمومي مشر او وتلی ژورنالیست ښاغلی خانجان خبرلوڅ صاحب راوغوښت او ددې تحریم دځنډیدو په اړه یې خپله جدي اندیښنه ورته څرګنده کړه ، دخبریالانو

مشر وویل :

وزیرصاحب آخر موږڅه وکړو ، دشوې موافقې له مخې موږ دا یوکال منتظر یو چې دمخالفینو لخوا یو داسې برید رامنځ ته شي ، چې زموږ کوم خبریال ته په کې زیان ورسیږي ، مګر مخالفین له خبریالانو سره خورا ښه ګوزاره کوي ، موږ شپه ورځ دې ته سترګې سترګې یو ، چې دهیواد له کوم کونج څخه دکوم خبریال شکایت واورو ، چې مخالفینو ورته څه اذیت رسولی وي ، ترڅو موږ ددا ډول پیښې په غبرګون کې خپل خبري تحریم اعلان کړو .

باور وکړه زه ددې موضوع په اړه دومره جدي یم چې درسنیو په عمومي مرکز کې ټول ورځ خپله دشکایاتو دثبت تیلفون ته ناست یم ، چې ګوندې کوم خبریال به شکایت وکړي ، کله چې زنګ راشي ، نو په ډیره خوښۍ او بیړه ټیلفون راپورته کړم چې اوس به ګوندې له مخالفینو څخه دکوم خبریال شکایت واورم ، مګر چې ګورم بیا کوم خبریال په ژړانده غږ راته شکایت پیل کړي چې یا کوم چارواکی ډبولی وي ، یاترینه دکوم والي باډیګارډ کیمره ماته کړي وي او یا هم اربکیانو لت ورکړی وي ، کله چې داسې شکایت واورم ، نو له ډیرې غوسې مې اعصاب کار پریږدي ، او خبریال ته ووایم چې : مخ دې ورک کړه . . . هیڅ بلا یي نه وهلی ، ټوله ورځ لکه ښځه ژاړې او له امنیتي ځواکونو شکایتونه کوې ، یوه ورځ مې ستا له خولې د مخالفینو شکایت وانه ورید ، په همدې سره ټیلفون ورباندې کټ کړم .

وزیرصاحب تاسو باور وکړئ پوره دری میاشتې مې د شکایاتو ټیلفون تعقیب کړ خو دمخالفینو په رابطه مې هیڅ شکایت وانه ورید ، اخر مې دومره حوصله له لاسه ورکړه ، چې هڅه مې پیل کړه ، دمخالفینو دتخلف کوم مصنوعي پیښه جوړه کړو ترڅو ورباندې خپل فیصله شوی خبري تحریم بناء کړای شو .

وزیر : هههه ښه نو بیا مو څرنګه پیښه جوړه کړه . .؟

خبرلوڅ : وزیرصاحب ته مې کیسې ته ښه غوږ ونیسه ترڅو په دې اړه ستونزې درمعلومي شي ، کله چې له میاشتو میاشتو انتظار وروسته دمخالفینو لخوا له خبریالانو سره دبد چلند پیښه رامنځته نه شوه ، نو له مجبورۍ مو اراده وکړه چې په دې اړوند یوه مصنوعي پیښه رامنځته کړو ،ددې لپاره مې دیوې رسنۍ له همراز مشر سره خبره شریکه کړه ، چې دخپله یوه سیمیز خبریال قرباني ورکړي ، ترڅو ورباندې موږ خپل کار وکړای شو ، درسنۍ مشر راسره ومنله ، او ویې ویل چې ددا ډول مدني ګټو لپاره موږ ته دیوه خبریال قرباني کول هیڅ خبره نه ده او بالکل حاضریاستو ، په ګډه مو پروګرام داسې جوړ کړ چې یوه خبریال ته دنده وسپارو چې دمخالفینو له مشرانو سره مرکې وکړي او پرلپسې دمخالفینو سیمو ته لاړ شي ، څرنګه چې دمخالفینو مشران ددولت په هدف کې وي او هره میاشت یو یا دوه تنه په ناڅاپي حملو کې وژل کیږي ، کله چې کوم داسې مخالف مشر ددولت لخوا ووژل شي چې مخکې ورسره زموږ همدې خبریال مرکه کړې وي ، نوموږ به دخپلو پټو چینلونو له لارې دا اوازه خپره کړو ، چې زموږ همدې خبریال د وژل شوي مشر جاسوسي کړي وه اود مرکې په بهانه جاسوسي ته ورغلی وو ، دا اوازه به دخلکو ترمنځ ښه مشهوره کړو او حتی په یوه ډول به یې درسنیو له لارې هم خپره کړو ، ترڅو مخالفین په دې متیقن شي چې دا خبره رښتیا ده او دخبریال دوژلو اقدام وکړي .

همداسې مو وکړل ، په مناسبه موقع مو د خپل ټاکلي خبریال په اړه اوازه خپره کړه ، او حتی د یوې نیمه دولتي رسنۍ له لارې مو دا دخپل خبریال کارنامه وبلله چې د دومره ستر مخالف مشر په وژلو کې یې همکاري کړې ده ، تردې اوازې خپرولو وروسته موږ دې ته په بې صبرۍ انتظار کاوو چې اوس به زموږ خبریال دمخالفینو لخوا وژل کیږي ، مګر له څواونۍ وروسته هم په خبریال برید ونه شو ، موږ فکر وکړ چې شاید مخالفین به په ښاري سیمو کې د برید کولو وس نلري ، دهمدې لپاره مو په یوه بهانه خبریال مجبور کړ چې د کلیوالو خلکو په وضعیت د راپور جوړولو لپاره باید یوې معلومې اطرافي سیمې ته لاړ شي ، له بلې خوا مو په یوه شکل مخالفینو ته خبر ورساوو چې نن فلانۍ خبریال دې سیمې ته راځی او تاسو کولای شئ برید ورباندې وکړئ .

زه او د یادې رسنۍ مشر چې په دې پروګرام کې سره همراز وو ، په هغه ورځ مو په ډیره خوښۍ دخبریال دوژل کیدو دپیښې انتظار یوست ، دخبري تحریم اعلامیه مو تیاره پرنټ کړې وه ، ترڅو یې د پيښې په تعقیب سمدستي اعلان کړو ، مازدیګر څلور بجې وې چې دخبریال لخوا زنګ راغی ، غږ یې خورا لویدلی له وارخطايي ډک او ساه یي دریدلې وه ، پوښتنه مو ترې وکړه ، چې څه کیسه ده ، په لړزاند غږ یي وویل چې حمله راباندې وشوه ، ددې خبرې په اوریدو ما او ملګري مې له خوښۍ لاسونه سره ورکړل ، دمبایل بلندګو مې وواهه ترڅو مې ملګری هم داد خوښۍ کیسه واوري ، خو خبریال ویل کله چې د مخالفینو سیمې ته لاړم ، دراسپارل شوې موضوع په اړه مې راپور تیار کړ ، دماسپښین لمونځ مې دکلي په مسجد کې له وسلوالو مخالفینو سره وکړ ، خو کله مې چې بیرته دښار په خوا مخه وکړه ، ښار ته نږدې دیوې پوستې اربکیانو ونیولم چې ولې بې اجازې د مخالفینو سیمې ته تللی یې ، ما که هرڅو دلائل وویل خو ویې نه منل تردې چې دخلکو په مخ کې یې سخت ووهلم ، کیمره او ریکارډر یې رانه مات کړل ، تردې چې دلارې یوه ډریور په موټر کې واچولم او ملکي شفاخانې ته یي راورسولم تاسو ته مې دا ټیلفون ددې لپاره وکړ ، چې له خپل حاله مو خبر کړم .

ددې کیسې په اوریدو یوځل بیا سړې اوبه راکې تویې شوې ، سرونه مو وڅنډل او یوه بل ته مو حیران حیران وکتل .

نو وزیر صاحب دا ډیر وخت زه خپله په دې فکر کې وم چې ددې موضوع په اړه له تاسو سره ووینم خو ښه شوه چې تاسو رایاده کړه ترڅو ورته په ګډه یوه دحل لاره ولټوو .

وزیر وویل : ته بېغمه اوسه ، مایې لاره سنجولې ده ، ما چې ستا خبرې اوریدې نو ذهن مې دیوې بدیلي لارې په موندلو مصروف وو ، چې له نیکه مرغه همدا اوس یو خورا بریالی پروګرام په ذهن کې راوګرځید ، چې که خدای کول ډیر په کامیابۍ سره به عملي شي ، دمخالفینو دخبرونو د تحریم فرمان چې په توشیح یې بیخي ډيره موده وتلې ده بالاخره به نافذ شي .

د وزیر په دې خبره د خبریالانو دمشر خبرلوڅ تندی وغوړېد او ویې ویل : وزیرصاحب که داسې وشي نو دا خو به دزوی زیری وي ، باور وکړه دا فرمان مې په زړه کې لکه اغزی داسې ولاړ دی ، زه پوهیږم چې دمخالفینودخبرونو نشر حکومت ته څومره زیان رسوي ، کله خو وایم راځه همداسې بې مقدمې یې اعلان کړه ، چې دمخالفینو خبرونو نور نو تحریم دي او هیڅ رسنۍ یې د نشر حق نلري ، مګر بیا وایم چې شاید دیو شمیر هغه خبریالانو اعتراض راوپاروی چې دبیان ازادي ورته دایمان غوندې ګرانه ده ، چې بیا به ځواب راسره نه وي ، وزیرصاحب که تاسو راسره په دې باره کې همکاري وکړه ، لوی احسان به مو راسره وي .

وزیر وویل : جنابه ته بیغمه اوسه ، چې داسې ده نور یې نو ماته پریږده ، ته نور په دې اړه هیڅ چورت مه وهه او مه هم اضافي هڅې کوه ، یوازې انتظار کینه ، زه به ان شاءالله په مناسبه موقع بیا غږ وکړم ، چې اوس نه خپل اعلامیه په پوره جوش و خروش سره اعلان کړه .
د خبریالانو د ټولنې مشر دهمدې اطمینان په حاصلولو سره ډاډمن شو ، او له وزیر څخه یې رخصت واخیست .

داطلاعاتو وزیر دهمدې ورځې په سبا پیشنهاد وکړ ، چې یو مهم وړاندیز لري که د حکومت دملي امنیت په شورا کې دګډون اجازه ورکړای شي ترڅو خپل پیشنهادله امنیتي چارواکو سره شریک کړي ، بله ورځ چې د حکومت دملي امنیت دشورا غونډه وه ، داطلاعاتو وزیر هم ورته رابلل شوی وو ، دټولو موضوعاتو له څیړلو مخکې داطلاعاتو له وزیر څخه غوښتنه وشوه چې خپله خبره وکړي ، ترڅو یي موضوع یو طرفه شي .
د اطلاعاتو وزیر دموضوع په اړه تفصیلي خبرې وکړې ، د خبري تحریم دموضوع داهمیت بیلابیلې خواوې یې یادې کړې ، او په پای کې په دې خبره هم مفصل بحث وکړ ، چې د ازادو رسنیو بنسټ څرنګه ددې تحریم داعلان په موضوع کې له مشکلاتو سره مخامخ دی .
کله چې د اطلاعاتو وزیر د خبریالانو د ټولنې دمشر خانجان خبرلوڅ هڅې او انتظار یاد کړل د ملي امنیت دشورا برخوال یې په دې متیقن کړل ، چې د مطلوبې بهانې د پیدا کیدو په برخه کې دې نور دمخالفینو په تمه نه کیني ، ځکه دهمدې انتظار له امله خورا ډیر وخت ضایع شوی او نور باید یو عاجل او مؤثر اقدام وشي .

د ملي امنیت په شورا کې د استخباراتو د لوی ریاست نماینده وویل ، که موږ ددا ډول دسیسو په کارولو سره په مخالفینو خبریالان نه شو وژلای ، نو په خپله خو یې وژلای شو ، په داسې طریقه چې لاس په مخالفینو پاک کړو او دهغوی کار یې وبولو ، په دې توګه به رسنیو ته بهانه په لاس ورشي او خبري تحریم به اعلان کړي .

همدا خبره د ټولو ګډونوالو خوښه شوه ، او ویي ویل موضوع ډیره مهمه ده ، که په دې لاره کې یوه خبریال له منځه لاړ شي هیڅ کیسه نه ده ، خبریالان ماشاءالله دومره ډیر دي چې دیوه وژل کیدو نه کمیږي ، دملي امنیت دشورا ټولو غړو په دې خبره موافقه وکړه ، موضوع یي اشدمحرم اعلان کړه ، او د تطبیق لپاره یې داستخباراتو ریاست ته وسپارله .

د استخباراتو ریاست په خپله ځانګړې غونډه کې په موضوع نور کار هم وکړ ، او فیصله یي وکړه چې دا ځل که مخالفینو په هرښار کې په کومه دولتي ودانۍ حمله وکړه ، خبریالان باید پریښودل شي چې د حملې ژوندۍ عکاسي وکړي ، او په همدې ډز او ډوز کې حداقل یو خبریال خامخا باید زموږ د ځانګړو ګمارل شویو کسانو لخوا په نښه شي ، څرنګه چې معمولا دداسې بریدونو په مهال د چټک غبرګون دقطعې ځواکونه جګړې ته وړاندې کیدل ، نو داستخباراتو ریاست د چټک غبرګون په قطعه کې خپلو پټو کسانو ته دنده وسپارله چې دغه پروګرام ترسره کړي .
د خبریالانو دټولنې مشر خانجان خبرلوڅ چې کومه ورځ داطلاعاتو له وزیر څخه ډاډ ترلاسه کړی وو ، نو لکه یو لوی بوج یي چې له اوږو څخه سپک شوی وي ، د خبري تحریم د موضوع په رابطه بیخي بیغمه وو او نور یې په کې هیڅ چورت نه واهه ، ځکه داطلاعاتو وزیر ددې موضوع مسؤلیت په خپله غاړه اخیستی وو .

خانجان خبرلوڅ د خبري تحریم په اړه له وړاندې ترتیب شوې اعلامیه چې د ترتیب یې یو کال پوره کیده ، خپل داسنادو په جعبه خانه کې معلومداره ایښي وه ، ترڅو د اطلاعاتو دوزیر لخوا د حال ورکیدلو په صورت کې یې اعلام کړي .

خبرلوڅ صاحب چې له خپلې دې یوازینۍ اندیښنې او مسؤلیت څخه هم اوزګار شوی وو، په دې شپو کې یې طبع بیخي برابره بریښېده ، یوه ورځ مازدیګر دعیش و نوش لپاره له خپلو نږدې همکارانو سره یوځای دښار یوه لوکس رستورانت ته لاړ ، ترڅو غم غلط کړي ، مازدیګر یې ډیر ښه تېر کړ ، خو ماښامانۍ یې لا نه وه خوړلې ، چې د هوټل په دروازه کې له یوې چاودنې سره ډزې پيل شوې ، د هوټل ساتونکو اعلان وکړ ، چې څو تنو مخالفو وسلوالو په هوټل برید کړی دی ، خبرلوڅ صاحب سخت وارخطا شو او نه پوهیدو چې څه وکړي ، خلکو یوه خوا بله خوا منډې وهلې ، خبرلوڅ چې ترڅو په ځان پوهیده کتل یي چې ملګري یې ټول تللي دي ، او دی تنها دمیز په سر پاته دی ، په همدې مهال یي ولیدل چې څو تنه مسلح کسان دهوټل په صالون راننوتل ، دصالون په دروازه کې امنیتي کس یې په نښه کړ ، خو په څنګ کې دوه کسان چې عام وګړي ښکاریدل ، غرض یې پرې ونه لاره ، خبرلوڅ پوه شو، چې یاره برید کوونکي یوازې له حکومتي خلکو سره کار لري ، زر یې له خپل بکس څخه دخبریالۍ ځانګړی پریس کارت راویوست اوپه غاړه کې یې واچاوو ، کله چې برید کوونکي ورته رانږدې شول ، په داسې حال کې چې کارت یې په لړزانده ګوتو کې نیولی وو ، له لرې یې ورته غږ کړ زززز . . .زه . . . زه خبریال یم ، دادی کارت مې وګورئ !

ددې خبرې په اوریدو برید کوونکو ورباندې غرض ونه کړ او اشاره یي ورته وکړه چې له صالون څخه ووزي ، خبرلوڅ چې کارت یې په غاړه کې ځنګېده په وارخطا ګامونو د طعامخورۍ له صالون څخه د رستورانت انګړ ته ووت ، غوښتل یي بهر ته ووزي ، خو ډاریده چې هسې نه بیا په ډزو کې راګیر شي ، نوځکه دهوټل دروازې ته نږدې یوه خالي اطاق ته ورننوت او دمیز لاندې یې ځان غلی کړ .

هوټل چې د مخالفو وسلوالو له ننوتلو وروسته ورباندې حکومتي ځواکونو برید کړی وو ، دسختو ډزو څلور ساعته ورباندې وتلې وه ، چې جګړه کراره شوه ، دامنیتي ځواکونو لخوا په لوډسپیکر کې اعلان وشو ، چې برید کوونکي ټول وژل شوي دي ، خو لا هم یو نیم ډز تر غوږ کیده ، خبرلوڅ په زړه کې شکرونه ایستل چې په برید کې ژوندی پاته شوی ، په تصور کې یې ویل چې اوس به ځانګړي امنیتي ځواکونه په کوټه ورننوځي ، دی به ورسره واخلي ، او بهر ته به یي وباسي ، بهر به ګڼ شمیر خبریالان له کیمرو سره ولاړ وي ، او چې کله خپل مشر وویني چې له هوټل څخه ژوندی راووت ، ټول به ورباندې راټول شي دیوه قهرمان غوندې به یي په اوږو پورته کړي او دغه مهال به نود لسګونو کیمرو په مخکې د برید کیسه ، خپله هوښیاري او دامنیتي ځواکونو دقهرمانۍ داستان تیر کړي ، او د یوداسې خبریال په حیث چې دپیښه عیني شاهد پاته شوی ، خپله درنه او دمخالفینو سپکه به بیان کړي .

خبرلوڅ په همدې چورت کې وو بهر په صالون کې دامنیتي ځواکونو د پښو ترپ تروپ او چیغې نعرې وې ، د څنګ له سړک څخه دامبولانسونو کوکې هم اوریدل کیدلې ، چې ناڅاپه داطاق دروازه په لغته ووهل شوه ، یو مخ پټ عسکر چې د چټک غبرګون دځانګړې قطعې وردۍ یې په تن وه په اطاق راننوت ، یوه بله خوا یي داسې کتل لکه څوک چې پلټي.

خبرلوڅ چې مطمئن شو چې حکومتي عسکر دی له خپله ځایه بې واره پورته شو کارت یې په لاس کې ونیو او چیغې یې کړې : ژور . . . ژور . . ژورنالیست یم ، نجات راکړه .

عسکر چې کله ژورنالیست ټکی واورید ، او پریس کارت یي هم ولید ، نو ښه ورته رانږدې شو او پرې غږ یي کړل ، ښــــــا ژورنالیست یې ! ما په اسمان غوښتې خدای په ځمکه راکړې ، په همدې سره یي ټوپک ورته په زخه کړ او د دیرشو مرمیو ججورۍ یې بشپړ ورباندې تش کړ ، خبرلوڅ صاحب ریتاړه ریتاړه داطاق په سیمټې غولي راونړېد او وینې یي دیوالونو ته والوتې .

*******
شیبه وروسته دملي امنیت دشورا لخوا داطلاعاتو وزیر ته یو محرم پیغام ورسید ، چې د هوټل په نننۍ جګړه کې یو تن خبریال وژل شوی دی .
د اطلاعاتو وزیر هڅه وکړه زرترزره د خبریالانو د ټولنې مشر خانجان خبرلوڅ ته احوال ورکړي ، چې سر له اوس دخبري تحریم د اعلان لپاره لاس په کار شي ، کله یې چې دخبرلوڅ مبایل نمبر ووهل ، له څوزنګونو وروسته ځواب راغی ، خو غږ بدل وو ، وزیر وویل ، زه داطلاعاتو وزیر یم ښاغلي خبرلوڅ مې په کار دی ، کار عاجل دی که لږ ژر مو راپیدا کړ.

مقابل کس وویل : زه د ملي شفاخانې دایمرجنسي وارډ مسؤل یم ، په خواشینۍ سره باید ووایم چې ددې ټیلفون څښتن په ننني برید کې ژوند له لاسه ورکړی او دا ټیلفون یي موږ له لاسي بکس څخه ترلاس کړی دی .

ددې خبرې په اوریدو وزیر حیرت لاهو کړ ، او ټیلفون یي بې مخه ښې قطع کړ .

سبا د ازادو رسنیو په مرکزي دفتر کې د دمرکز دمشر اوتکړه خبریال ښاغلي خبرلوڅ د وژل کیدو په مناسبت ستر مراسم ترتیب شوي وو ، د خبرلوڅ عکسونه چې په ګلونو پوښلي وو هره خوا راځوړند وو ، لسګونه خبریالان او میډیایي کارکوونکي مراسمو ته راغلي وو دحکومت په نمایندګۍ د اطلاعاتو وزیر غونډې ته راغلی وو ، د خبریالانو د ټولنې مشرتابه له حکومت سره په ګډه بیګانۍ غونډه کې دا خبره نهایي کړې وه ، چې د مخالفینو لخوا د تکړه خبریال ښاغلي خبرلوڅ د وژل کیدو په غبرګون کې باید دمخالفینو په اړوندو خبرونو بندیز ولګول شي ، په دې اړه له وړاندې ترتیب شوې اعلامیې چې خبرلوڅ صاحب ټایپ کړې وه، د خبریالانو داتحادیې دمرستیال په لاس کې وه ، اعلامیه چې کاغذ یي خیرن ، موښلی او دمچانو به ګندګیو داغمن ښکاریده داسې معلومیده لکه ډیر وخت چې پرې وتلی وي .

دخبریالانو داتحادیې مرستیال دمراسمو په پای کې دخبري تحریم پریکړه اعلان کړه او وسلوال مخالفین یي د رسنیو په وړاندې په ستر تخلف او بیباکۍ تورن کړل .

ده دخپلو خبرو په پای کې خانجان خبرلوڅ ته هم دعقیدت پیروزینې وړاندې کړې ، او ویي ویل چې حکومت باید دنوموړي په نامه دښار یوه جاده ونوموي ، ترڅو راتلونکي نسل ته دبیان دازادۍ لپاره ورکړل شوې قربانۍ یادګار پاته شي ، دخبریالانو دټولنې مرستیال وویل ، چې د خبرلوڅ د وژلو کیدو ورځ دې دبیان دازادۍ دورځې په نامه باندې رسما ونومول شي ، ځکه خبرلوڅ صاحب د بیان دازادۍ په لار کې ژوند له لاسه ورکړی .

ددې وروستۍ خبرې په اوریدو داطلاعاتو وزیر په برېتو کې موسکی شو ، او له ځان سره یي ورو وویل ، وبښئ! خبرلوڅ صاحب دبیان دازادۍ په لار کې نه دی قرباني شوی بلکې دبیان دتحریم او بندیزپه لاره کې قرباني شوی دی .

پای
2014/4/12 میلادي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x