شعـــــرونه

(شهيده اوښکه)

مسروري آشنا

لکه غوټۍ نن مي دسترګومېلمنه ده اوښکه..
چي مي غمجنه پربڼوباندي پرته ده اوښکه..

دامي له سترګوڅڅېده روح مي له تنه ووت..
له سوزه ډکه ده لا هغسي توده ده اوښکه..

ملګرو ګورۍ دغه سپينه چي له ورايه ښکاري..
داملغلره قيمتي ده دردانه ده اوښکه..

سپکه يې ونه ګڼې نه دي هسي سپيني اوبه..
دادزخمي زړګي دسرووينوقطره ده اوښکه..

اوس مي شهيدانځورته ګوره اوپرې زړه صبروه..
مورجاني تاته مي درپاته نښانه ده اوښکه..

ډېره مظلومه اومعصومه ده زهيره غوندي..
ښکاري له دې مسلمانانو په ګيله ده اوښکه..

خاونده دادبېوسۍ اوښکي موته پاکي کړه..
دمسروري هم په دعاکي پرباڼه ده اوښکه..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x