افغانستان

عبدالله له امریکايي سفارته مثبت ځواب ترلاسه نه کړ

افغان ژورنالیست او پخوانۍ شمال ټلوالې ته نژدې کس، رزاق مامون په خپل وروستي خبر کې لیکې، چې له ځانګړو سرچینو یې داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې پر بنسټ یې د ولسمشرۍ نوماند او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، عبدالله عبدالله په کابل کې له امریکايي سفارت سره تماسونه نیولي او د هغوی د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه یې کړې ده. 

د همدې سرچینې پر بنسټ عبدالله هڅه کړې ده، چې امریکایان پر دې قانع کړي، چې د ده ټیم ورته تر ټولو غوره انتخاب دی. عبدالله امریکایانو ته ډاډ ورکړی چې د «کرزي تېروتنې» به تکرار نه کړي.

عبدالله په څرګند ډول له «امریکايي دوستانو» سره د مشورې پر اصل ټينګار کړی.
سره له دې د امریکا سفارت د عبدالله پر راوستو موافقه نه ده کړې. امریکا فکر کوي که عبدالله د بریالي نوماند په توګه راولي نو قومي شخړو ته به لمن ووهل شي. د یادې سرچینې پر بنسټ امریکایان چې له افغانستانه وځي، نه غواړي د چارو واګې د یوه کمزوري شخص په لاس کې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close