دیني، سیرت او تاریخ

ددجال شکل او صورت

راټولونکی : محمدعلي عمري _ مسلم باغ

له عبدالله بن عمر رض الله تعالی عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل :

( اَعورُ عَينِ الیمنَی کانَّهَا عنبةً طافية )

«بخاري کتاب فتن باب ذکر الدجال»

ددجال ښۍ سترګه به کانړی وي دهغه سترګه به نېغه راوتلې وي لکه دانګور دانه )

دابن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي يوځل رسول الله خپل خوب بيان کړو:

فاذاَ رَجُلٌ جَسِیمٌ اَحمَرُ جَعدُالرآسِ اَعورُ العَينِ کاَنَّ عَينُهُ عنبةً طاَفِیَةً قالُو هذَالدَّجالُ اَقربُ الناسِ بِهِ شبهاً ابنِ قطنٍ رجُلٌ مِن خزاَعه»
«بخاری باب فتن»

ناڅاپه زما نظر پر يوه غټ بدن والا سړي ولګېدو چي رنګ یې سور وو دهغه دسر وېښته کوړي وو په یوه سترګه کاڼی وو دهغه سترګه دانګور ددانې په څېر راوتلې وه خلګو وويل دادجال دی دهغه شکل دعبدالعزی بن قطن سره مشابه وو چي دادخزاعه قبيلې یو سړی وو)

دانس رض څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
( الدَّجاَلُ ممسوحُ العَینِ مکتُوبٌ بَینَ عينيمِ کافِرٌ ثُمَّ تهَجّاها . ک ، ف، ر، یقرء کُلَّ مُسلِمِ)
«کتاب فتن باب ذکر الدجال »

دجال کانړی دی دهغه ددواړو سترګو په مینځ کښي تندي باندې به کافر لیکل شوی وي او هر مسلمان به یې ويلای شي بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حروف بېل بېل کړو ،ک ، ف، ر،

په بل روایت کښي راغلي دي چي هر مسلمان به یې لوستلای شي که هغه لوستونکی وي او کنه. له حذیفه رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل . اَلدَّجَال اَعور العَينِ اليُسری جَفَالُ الشّعر معه جَنَّةٌ وَناَرٌ فَناَرُهُ جنَّةٌ وجَّنَّةٌ نَارٌ .

( مسلم کتاب الفتن )

یعنی دجال په چپه سترګه کاڼی دی ګڼو وېښتو والا به وي او له هغه سره به جنت او دوزخ وي دهغه اور به په حقیقت کښي جنت وي او دهغه جنت به په حقیقت کښي اور وي )

له هشام بن عامر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل :

اِنَّ رَآس َ الَّدجَالِ مِن وَرَائِهِ حُبک ٌ حُبکٌ فَمَن قَال اَنت ربِّی اَفتتنَ وَمَن قاَل کذبتَ ربی الله علیه توکلتُ فَلا یَضُرُّهُ)
( المعجم الکبیر ۲۲ ) مسند احمد (۴/۲۸)

یعنی ددجال سر به دوروستو طرف څخه لارې لارې وي

له وجې دسخت تاوېدو او کوړی کېدونه چاچي دا وويل چي ته زما رب یې نو هغه به په فتنه کښي اخته شي او چاچي وويل ته دروغجن یې زما رب الله دی پر هغه باندې ما ځان سپارلی دی نو هغه ته به هیڅ نقصان نه شي وررسولای.

دابن عباس رضی الله تعالی عنه څځه روايت دی چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم ددجال په اړوند وويل:
(اَعوَرُ هِجَانٌ اَزهَرُ کَآنَّ رآسَهُ اَصلَةٌ اَشبَهُ النَّاسِ بِعَبدِالعُزی بِن قَطَنِ )
«مسند احمد (۱/۰۴۲»

یعنی دجال به کاڼی تک سپین پړکېدونکی وي دهغه سر به دافعی چمچه مار په شان وي هغه به په خلګو کښي دعبدالعزی بن قطن سره زیات مشابه وي .

په يو بل روايت کښي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
( وهواَعوَرُ عَینهِ اليُسری بِعَینهِ اليُمنی ظفرَةٌ غليظةٌ الخضراءُ کَآنَّهآ کَکَبٌ دُریٌّ عَينُهُ اليمني کَآنَّهآ عِنبةٌ طافِيَةٌ ليسَ بِناَتِئةٍ وَلاَ حَجرآءَ جَفَال الشَعرِ )
«طبرانی کبیر. مسند احمد بحواله فصة المسیح الدجال»

یعنی دجال به کاڼی وي دهغه ګسه سترګه به ورانه شوې وي او دسترګې پر ځاي به دنوک په څېر سخته غوښه وي داسي به وي لکه دشین رنګ والا پړکېدونکی ستوری نه به ډېره راوتې وي او نه به ډېره ډوبه وي پراګنده او تیت پرته وېښته به یې وي،

عباده بن صامت وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل
انِّي حَدّعثتُکُم عَنِ الدَّجَالِ حَتّی خَشِیتُ آن لاَّ تَعقِلُوا اَ نَّ الدَّجَالَ رَجُلٌ قَصِيرٌ اَفحَجُ جَعدٌ اَعوَرُ مَطمُوسُ العَینِ ليسَ بِناَتِئةٍ وَلاَ حَجرَآءَ فَاِن اُلبِسَ عَليکُم فاَعلمُوا اَنَّ رَبَّکُم ليس بِآعوَر)
«ابوداود کتاب الملاحم باب الخروج الدجال »

یعنی ماتاسوته ددجال په اړوند حدیثونه بيان کړي دي ماته خطره ده چي تاسو به هغه ونه پېژنئ نو واورئ مسیح الدجال به وړکی لنډ قد والا سړی وي دهغه وېښته به کوړي کاڼی به وي او یوه سترګه به یې ورانه او هواره شوې وي نه به ډېره راوتې وي او نه به ډېره وردننه شوې وي نو که تاسو ته دده په باره کې شک شو نو دا یاد ساتئ چي ستاسو رب کاڼی نه دی،

دمسند ابن حبان په صحیح حدیث کښي دي

الدَّجَالُ عَینهُ خضرآءُ کَالزجاَجةِ
یعنی ددجال سترګه به شنه وي لکه دښيښې په شان،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x