دیني، سیرت او تاریخ

د صحابه وو رضی الله عنهم د اجتهاد څو مثالونه

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېره برخه کې مو د صحابه وو په اجتهاد خبرې کړې وې پدې برخه کې د صحابه وو رضی الله عنهم د اجتهاد یو څو مثالونه او کله به چې صحابي ته ښکاره شوه چې حق په هغه رایه کې دی چې زما نه ده نو خپله رایه به یې پرېښوده او حق به یې ونیولو د هغې برخې په تعقیب …

د حضرت ابی بکر صدیق (رضی الله عنه) خلافت

کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفات شو نو د انصارو او مهاجرینو په مینځ کې پدې باندې خبرې روانې وې چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تر وفات وروسته به خلیفه څوک وي؟ ځینې انصارو صحابه کرامو رضی الله عنهم حضرت سعد بن عبادة (رضی الله عنه) خوښ کړی وو چې دا به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خلیفه شي لکن بیا بیعت له حضرت ابی بکر الصدیق (رضی الله عنه) سره وشو او ټول صحابه کرام (رضی الله عنهم) پدې باندې رضا شول او هېڅوک ورڅخه وروسته نه شول ځکه ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) هغه کس وو چې کله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ژوندی وو نو حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) یې په خپل ځای امام کړی وو او ده ته یې د امامت کار ور سپارلی وو صحابه وو وویل : كيف لا نرضى بمن رضيه رسول الله لنا إماماً في أمور ديننا، أفلا نرضاه إماماً في أمور دنيانا . روضة الناظر لابن قدامة

ترجمه : څوک چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زمونږ لپاره د دین په کارونو کې خوښ کړی دی مونږ به ولې پدې نه رضا کیږو چې هغه د زمونږ د دنیا په کارونو کې هم امام شي.

دلته صحابه کرامو د امامة کبری (لوی امامت یعنی مشرتوب) قیاس وکولو په وړوکي امامت (د مانځه په امامت) نو د مانځه په ا مامت کې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دوی لپاره حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) خوښ کړی وو نو په لوی امامت کې دوی خوښ کړو او همدې کار ته قیاس ویل کیږي .

د زکات نه ورکولو واقعه

کله چې رسو ل الله (صلی الله علیه وسلم) وفات شو و ځینې قبائلو د زکات ورکولو څخه انکار وکولو حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) د هغوی سره د جنګ کولو لپاره ځان تیار کړو حضرت عمر (رضی الله عنه) په اول کې د زکات په نه ورکړه د قبائلو سره د جنګ مخالف وو بلکه حضرت عمر (رضی الله عنه) فرمایل : رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي : ترجمه : ماته امر شوی دی ترڅو له دوی سره جنګ وکوم ترڅو دوی ووایي لا اله الا الله چا چې لااله الا الله وویل د هغوی وینه لما څخه وساتله شوه او نور حساب یې له الله سره دی .

نو حضرت عمر رضی الله تعالی عنه فرمایل دوی که زکات نه ورکوي لکن بیا هم کلمه وایي نو جنګ ورسره نه کوو .

حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنه فرمایل : والله لأقاتلنّ من فرَّق بين الصلاة والزكاة .

ترجمه : زما د قسم وي زه به له هغه کسانو سره جنګ وکوم چا چې د مانځه او زکات په مینځ کې فرق وکولو .

یعني دواړه د الله تعالی حقوق دي لکه څنګه چې مونځ فرض ا و کول یې ضروري دي همداسې زکات هم فرض او ورکول یې فرض او ضروري دي . لدې سره حضرت عمر (رضی الله عنه) هم د حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) په رایه شولو او هغه هم فرمایل چې زکات یو فرضي او ضروري حکم دی که څوک یې له ورکولو څخه انکار کوي باید له هغوی سره جنګ وشي .

د حاملې کونډې ښځې عدت

کله چې د کومې ښځې نه خاوند پداسې حالت کې وفات شی چې دا حامله وي نو ددې عدت څه وخت ختمیږي؟ آیا دا به څلور میاشتې صبر کوي لکه الله تعالی چې د سورة بقرې په ۲۳۴ آیت کې فرمایي : ترجمه : هغه کسان چې وفات کیږي او د هغوی نه ښځې پاې کیږي نو هغوی به څلور میاشتې او لس ورځې په خپلو ځانونو صبر کوي .

او که نه ددې ښځې عدت په وضع د حمل سره پای ته رسیږي لکه الله تعالی چې د سورة طلاق په ۴ آیة کې فرمایی : هغه مېرمنې چې حاملې دي د هغوی د عدت وخت تر هغه وخته پورې دي چې خپل حمل کیږدي .

پدې مسئله کې د حضرت عمر او حضرت ابن مسعود رضی الله عنهما رایه دا وه چې ددې عدت د حمل په کېښودلو سره پای ته رسږي اګر که د خاوند د مرګ نه وروسته ډېر زر هم وي . (د سورة طلاق په ۴ آیة یې عمل کړی دی )

دلیل یې : حضرت عمر او حضرت ابن مسعود رضی الله عنهما فرمايي چې د سورة طلاق آیة د سورة بقرې په آیة کې تخصیص راولي نو که چېرته داسې پېښه شوه چې ښځې حمل مخکې لدې چې څلور میاشتې او لس ورځې پوره شي کېښود نو عدت یې په همدې سره پای ته رسیږي . سبل السلام وفتح الباري

حضرت علی او حضرت ابن عباس رضی الله عنهما فرمايي چې کله د حاملې ښځې خاوند وفات شي نو دا ښځه به هغه عدت تېروي چې کوم په دواړو کې لرې وي یعني که ماشوم یې زر پیدا شو نو بیا یې عدت څلور میاشتې او لس ورځې دی او که چېرته یې ماشوم تر څلور میاشتو او لسو ورځو وروسته پیدا شو نو بیا یې په هغې سره عدت ختمیږي .

دلیل یې : د دوی دلیل دا دی چې مونږ په دواړو باندې عمل کوو چې هر یو وروستنی وو (که څلور میاشتې او لس ورځې د ماشوم تر پیدا کېدو وروسته پوره شوې نو پدې سره او که ماشوم د څلورو میاشتو او لسو ورځو وروسته پیدا شو نو په هغه سره یې عدت پای ته رسیږي) . سبل السلام وفتح الباري
علماء کرام فرمایی چې پدې دواړو مذهبونو کې چې دواړه اړخونه یې غوره صحابه کرام دي راجح او غوره مذهب د حضرت عمر او ابن مسعود (رضی الله عنهما) دی او د دوی تائید په یوه بل روایت سره کیږي چې حضرت سبیعة الاسلمیة رضی الله عنها (د حضرت سعد بن خولة رضی الله عنه) مېرمن وه) د هغې نه روایت دی چې دې د خاوند تر وفات یو څو ورځې وروسته (د یوه روایت له مخې شل شپې وروسته) حمل کېښودو دا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته راغله له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه یې اجازه وغوښته چې آیا دا اوس نکاح کولی شي؟ (ښځه چې ترڅو په عدت کې وي له بل چا سره نکاح نشی کولی) نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته اجازه ورکړه . سنن النسائي

یو روایت داسې هم شته چې کله دا حدیث حضرت ابن عباس (رضی الله عنه) ته ورسېدو نو هغه مبارک (رضی الله عنه) هم له خپل قول نه رجوع وکوله او د حضرت ابن مسعود او حضرت عمر (رضی الله عنهما) په قول کې یې له هغوی سره اتفاق وکولو .

د جنب روژه

کله چې څوک پداسې حال کې سحر کړي چې جنب وي یعني د شپې جنب شي او سحر ورباندې پداسې حالت کې راشي چې ده له جنابت څخه غسل نه وی کړي آیا دده روژه صحیح ده؟

حضرت ابو هریره (رضی الله عنه) فرمایلی وو چې روژه یې نه ده صحیح دلیل یې یو حدیث دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایل : کله چې دسحر اذان وشي او په تاسې کې یو کس تر دې وخته پورې جنب وي نو پدې ورځ د روژه نه نیسي . مسند امام احمد رحمه الله او ابن حبان
وروسته حضرت ابو هریره رضی الله تعالی ته ښکاره شوه چې دا حدیث منسوخ شوی دی وروسته بل حدیث د حضرت عائشې (رضی الله عنها) څخه روایت شوی دی چې هغې مبارکې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په اړه فرمایل : رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به د شپې نه جنب وو سحر به یې غسل کاوه او په هغه ورځ به یې روژه هم نیوله (یعني د شپې نه تر سحر پورې جنابت د روژې مخه نه نیسی) نو دا حدیث چې حضرت ابا هریره (رضی الله عنه) ته ورسېدو هغه هم له خپلې خبرې رجوع وکوله او همدا خبره یې واخیسته. نور بیا ان شاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x