
کندهار: ډنډ کې يو څارګره الوتکه نسکوره شوې
نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې، تېره شپه يوه بجه د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ زلخان نيکو کاريز سيمه کې د بهرنيو عسکرو يوه څارګره الوتکه رانسکوره شوه او سهار مهال بهرني عسکر راغلل له سيمې يې د الوتکې پاتې شوني ځان سره يوړل. ايساف او ناټو تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي.