دیني، سیرت او تاریخ

محرمات: حرمت مصاهره په څه سره منځ ته راځی؟ درېيمه برخه

که یو سړی یوې ښځې ته په شهوت سره وکتل یا یې مچ ترې واخیسته یا یې مس كړه یا یې غېږ ورسره ونیوله او یا یې د ښځې د فرج داخل ته وکتل. داخل ته کتل د داسې حالت، چې ښځې دېوال ته تکیه کړې وی او زنګنونه یې ودرولی وی، نو په داسې صورت کې د فرج داخل معلومېږی او که ښځه ولاړه وه یا یې پښې اوږدې کړې وې، نو په داسې حالت کې د فرج داخل نه ښکاری. په دې ټولو صورتونو کې شرط داده، چې په شهوت سره ورته وكتل شی او یا مس شی، خو انزال ونه شی، نو حرمت مصاهرت ثابتېږی او که انزال وشو، نو حرمت نه ثابتېږی.

د حرمت ثابتېدلو کې دا ضرور نه ده، چې قصدا یې مس کړه نو حرمت ثابتېږی، بلکې که قصدا وی، که په تېروتنه، که په هېره او که په خوب کې په دې ټولو صورتونو کې حرمت ثابتېږی.
په دې اړه بله مسئله داده، چې که یو سړی د جماع کولو لپاره خپله ښځه له خوبه پاڅول غوښتل، نو په تېروتنه یې لاس په لور ولګېدو او دا فكر یې وکړ، چې دا زما ښځه ده او په شهوت سره یې مس کړه او لور یې هم پېغله وه او هم قابل شهوت وه، نو په

 

دې صورت کې خپله ښځه د تل لپاره حرامېږی.

له وېښتو یا نوک سره لاس لګول:

که یو سړی په شهوت سره د ښځې د وېښتو هغې برخې ته لاس وروړ، چې له سر سره یوځای دی، نو حرمت ثابتېږی او که د وېښتو ویزاندې (ځوړند) برخې ته یې لاس وروړ، نو حرمت نه ثابتېږی، خو علامه ناطفی (رح) بې له تفصیله مطلق ویښته مس کول د حرمت اثبات لیکلی دی.

په پورته حالتونه کې د حائل شتون:

که یو سړی د ښځې نوک په شهوت سره مس کړ، نو حرمت ثابتېږی.
په دې ټولو صورتونو کې حرمت هغه وخت ثابتېږی، چې د سړی او ښځې تر منځ حائل نه وی او د بدن حرارت محسوس شی. او که چېرې حائل [کپړه] وی، نو دا کپړه به دوه حالته لری. یا به نرۍ باریکه وی او یا به ډبله وی، که نرۍ باریکه وی او د بدن حرارت محسوس کېدو، نو حرمت مصاهره ثابتېږی او که کپړه ډبله وه او د بدن حرارت نه محسوس كېدو، نو حرمت نه ثابتېږی. که په دې صورت کې د سړی اله مخصوصه ودرېږی هم، حرمت نه ثابتېږی.
که یو سړی له ښځې نه مچه واخیسته او د ښځې په مخ حائل و، نو که د سړی د غاښونو او شونډو یخوالی محسوس و، نو حرمت

ثابتېږی او که محسوس نه و،نو نه ثابتېږی.
دحرمت ثابتېدو لپاره دا اړینه نده،چې مس کول، مچه اخیستل یا نور به ډېر وخت ولری،بلکې علماو لیکلی چې که یو سړی خپلې ښځې ته لاس اوږد کړی،لاس یې د ښځې په ځای دلور په پوزه ولګېږی اوشهوت یې زیات شی،که سمدستی یې بېرته ترې لرې هم کړی، نو خپله ښځه پرې دتل لپاره حرامه شوه.
د حرمت د ثابتېدو لپاره دا هم شرط ده، چې کومه ښځه مس کوی یا یې مچ کوی، هغه به قابل شهوت وی او که قابل شهوت نه وه نو حرمت نه ثابتېږی. د بېلګې په ډول که یو سړی له نابالغه غیر مشتهاته جینۍ سره جماع وکړه، نو حرمت نه ثابتېږی. ددې پر خلاف که ښځه دومره بوډۍ شی، چې قابل شهوت نه وی، نو دا د حرمت له حکم نه وتلی نشی. لکه څنګه چې د حرمت د ثابتېدو لپاره دښځې قابل شهوت کېدل شرط دی همدغه ډول دسړی هم قابل شهوت کېدل شرط دی.د بېلګې په ډول که یو ماشوم له خپلې میرې سره جماع وکړه،نو حرمت نه ثابتېږی. خو که دماشوم نران همزولی قادر په جماع وو نو حرمت ثابتېږی
علماو لیکلی چې دداسې ماشوم پېژندنه داده چې که دښځو طرف ته میلان

ولری او ښځې هم ورڅخه شرم کوی، نو په دې حالت کې قابل شهوت ګڼل کېږی او که داسې نه وی، نو نه ګڼل کېږی.
مخكې مو وویل، چې مس کولو، مچ کولو، لاس ور وړلو او د فرج داخل ته كتلو کې د حرمت د اثبات لپاره شهوت شرط دی، نو اوس د شهوت د معیار پېژندل اړین دی.
د شهوت معیار دادی، چې د سړی په اله مخصوصه کې جګوالی راشی.
که چېرې په اله مخصوصه كې جګوالی له مخكې وی او په مس کولو یا بل حرکت سره په کې زیاتوالی راغی، نو حرمت ثابتېږی او که په خپل حال پاتې وی، نو نه ثابتېږی. که چېرې شهوت هم وروسته له مچ كولو یا بل حرکت څخه پیدا شی نو حرمت نه ثابتېږی.
نور بېا . . .

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x