fbpx

ایا د مدارسو په نښه کول به د مقاومت د تضعیف لامل وګرځي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تر دې وروسته به د ټرمپ ستراتیژي د پلي کیدو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو هغه مدارک په نښه کړي چې دوي ورباندې زیات دردیږي.

د نیکلسن له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پر دیني مدارسو، مساجدو او مذهبي علماوو باندې د امریکایانو او د هغوي د تحت الحمایه حکومت بریدونه پیل شول چې وروستی هغه یې د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ پر یوې دیني مدرسي د امریکايي او داخلي ځواکونو خونړی برید و چې خواوشا (۲۱) معصوم طالبان او د هغوی یوتن ښوونکی ورکي ووژل شول.

له دې بوږنوونکي پیښې سره یوځای دولتي ځواکونو د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې د سیمي یو مشهور عالم مولوي حمد الله چې له طالبانو سره یې هیڅ تړاو نه درلود یواځې د هغه د علمیت او مدرستوب په جرم په خورا بیرحمي سره شهید کړ.

دغه دواړه پیښې چې په رسنیو کې یې د پراخ انعکاس ترڅنګ تُند ولسي غبرګون له ځان سره درلود، د دولت لخوا د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د نورو سلګونو پیښو په څیر همداسي بي تفاوته پاتې شوې او د ګډ حکومت یوه لوری هم ورباندې غوږ ونه ګراوه.

اوس پوښتنه داده چې ایا دیني مدارس او د هغوي علمي مدرسین هغه مدارک دي چې په نښه کولو سره یې یواځې طالبان دردیږي او که د دیني علومو د مرکزونو په حیث هغه څه دي چې په نښه کول یې په حقیقت کې د ټول افغان ولس دیني او اسلامي معتقدات په نښه کول دي؟

او ایا د هغوی په نښه کول به د مقاومت په کمزوري کولو کې څه رول ولري؟

دیني مدارس او د هغوی مذهبي علماء په هیڅ صورت په کوم مشخصي سیاسي ډلې پوري وابسته نه ، بلکي هغوی د دیني روزونکو په حیث د افغان ولس ځوان نسل ته یواځې د دیني زده کړو د دیني تعلیم او تدریس مسؤلیت لري چې له سلګونو پیړیو راهیسي دا لړۍ په هیواد کې جریان لري.

د دیني مداراسو او مذهبي علماوو په نښه کول په حقیقت کې د افغان مسلمان ولس دیني او اسلامي معتقدات په نښه کول دي چې عاملین به یې حتما د افغان مسلمان ولس له سخت او پراخ عکس العمل سره مخ کیږي.

په ۱۳۵۷ کال کې د ثور تر کمونیستي کودتا وروسته ملحدو کمونستانو هم دیني مدارس او د هغوي مذهبي ښوونکي په دې غرض په نښه کول چې خپلې الحادي مفکورې ته په افغانستان کې د ترویج زمینه مساعده کړي.

اوس چې بیا امریکایانو د پرونیو کمونیستانو او ننیو غرب پالانو په مشوره او همغږي د افغان ولس د دیني مراکزو، مساجدو ، مدارسو او د هغوي د استادانو په نښه کول پیل کړي دا کار به بالاخره د دوي په خلاف د افغان مسلمان ولس داسې سرتاسري پاڅون ته زمینه مساعده کړي لکه څرنګه چې یې دری لسیزې وړاندې د ملحدو کمونیستانو د کفري حکومت په خلاف ترسره او په نتیجه کې یې ټوله کمونیستي امپراتوري له نړۍ څخه محو کړه.

امریکایان اصلا غواړي د مدارسو او علماوو په نښه کولو سره د مسلمانو افغانانو احساسات را وپاروي او په دې سره دلته مزیدې ګډوډي او نا امني ته زمینه مساعده کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د