fbpx

کونړ: سرکاڼو کې له شپږ میاشتو راهیسې، سرحدي عسکر په لوږه وخت تېروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې مېشت سرحدي عسکر وايي، له شپږو میاشتو راهیسې ورته اعاشه نه ده رسېدلې.

د سرکاڼو په ناوه پاس کنډو کې چې له مومند ایجنسي سره نښلي، مېشتو عسکرو رسنیو ته شکایتونه کړي چې چارواکي يې ستونزې نه اوري.

له یادې سیمې دوو تنو سرحدي عسکرو سلام وطندار ته، په خبرو کې ویلي، څو ځلې ورسره چارواکو ژمنې کړې، خو ستونزې يې نه دي حل شوې.

په ختیځ کې پوځي مسوولین هم د یادې سیمې د عسکرو ستونزې مني، خو په وینا يې د حل په لټه کې يې دي.

په ختیځ کې د سرحدي لوا ویاند ادریس مومند وايي، دوی تر دې وړاندې هم هڅې کړې ډېر ژر به دا ستونزې هم حل کړي.

په کونړ کې مېشت سرحدي عسکر په داسې حال کې د اعاشې له نیستي سر ټکوي، چې پاکستاني سیالان يې پرلپسې پرې راکټي بریدونه کوي.

کونړ کې وروستی ځل، همدې سرکاڼو ولسوالۍ ته پاکستاني پوځيانو څوارلس راکټونه توغولي، چې پر وړاندې يې سرحدي عسکر د خوراک لپاره ډوډۍ هم نه لري.

د شنونکو په باور امنیتي ځواکونو ته نه پاملرنه او د هغوی د ستونزو په حل کې لټي، هغه څه دي چې امنیتي ځواکونه يې پر حکومت بې باوره کړي دي او د جګړې روحيه يې له لاسه ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د