ولسمشر اشرف غني د جورجیا په قمارخانه کې پر اور لګېدو خواشینی شوی / خبرپاڼه

لیګرانډ هوټل او کازینو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر اشرف غني په «جورجیا» هیواد کې د اور لګېدنې له امله پر وژل شویو ۱۱ کسانو خواشیني څرګنده کړې ده.

په یوه خبرپاڼه کې چې نن د شنبې په ورځ د ارګ څخه خپره شوه، ویل شوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ګرجستان په باتومي ښار کې د لئوګراند هوټل په اورلګېدنه چې له امله یې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خواشیني څرګنده کړه».

د جورجیا نقشه – تبلیسي «پلازمینه» او باټومي ساحلي ښار دی

نوموړي همداراز د خپل ځان او افغانستان په استازیتوب د جورجیا (ګرجستان) ولسمشر ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندي کړي دي.

خبرپاڼه کاږي: «جمهوررئیس د خپل ځان او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دې غمناکې پېښې د رامنځته کېدو په اړه د ګرجستان جمهوررئیس ګیورګي مارګ ويلاشویلي، د قربانیانو کورنیو او دیاد هېواد خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب څرګندوي».

د جورجیا هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، په باټومي ښار کې د تور سمندر پر ساحل جوړ په یوه هوټل کې اور ولګېد چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

اور په ۲۲ منزله هوټل او کازینو (قمارخانه) کې لګېدلی او وژل شوي کسان ټول ژوندي سوځېدلي دي.

تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی مالوم او د چارواکو په وینا د هوټل څخه ۱۰۰ تنه کسان ژوندي وژغورل شول.

په وژل شویو کسانو کې یو یهودی «اسرائیلی»، یو ایرانی، ۳ تنه ترکان او پاتې نور یې د جورجیا دي.

د بي بي سي انګریزي د راپور سره سم ټاکل شوې وه چې په همدې هوټل کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د مس جورجیا «د ښځو د ښکلا» مقابله هم وشي چې ۲۰ تنو انجونو وروته ځان کاندید کړی دی. ویل کیږي چې د هغو انجونو څخه یې هم یو شمېر ټپياني شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکايي او دولتي ځواکونو په شپنیزو چاپو، بمباریو، مخامخ جګړو او په چاودنو کې ملکي تلفات زیات شوي دي او هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د لسګونو ملکي او غیر ملکي کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکول کیږي خو ولسمشر اشرف غني يې په اړه چوپه خوله دی او هیڅ نه وايي چې له امله یې په ټولنیزو پاڼو کې تل باندي کلکې نیوکي کیږي.

تبصرې (4)

  • نو د بي نگ بي غيرت او بي ايمان بي وجدان سخه كم بل طمع او تواقع كيدلي سي

  • دخپلی خاوری مقدسو قرآن حاملینوته چی د(الله جل جلاله )کلام ته یی ژوندوقف کړ‎ی ستاپه آمرشھادت -اودبل پلیتو ته خواشینی -لعنت پرداحاکم لعنت دھغه پرمنصیفی

  • هر چاته خپل وطن کشمیر دی، خود به ډپلیکیټ امریکیان او عیسویان پری خفه کیږی.
    ساده افغانان د خپل ظالم د دین او د انسانیت دښمن نا د رحم طمعه کوی.

  • Does the government of Georgia sends its condolences about the killings of 100 of thousands of innocent people, to the government of Afghanistan? I don't think Mr Ghani knows what he is doing. He is educated and scholar but can not be the head of the government.