
په سه شنبه د (جوجو) مخکتنه ده
د راتلونکې سه شنبې په ورځ د تکړه لیکوال نصیراحمد احمدي د وروستي خپاره شوي خو مشهور ناول جوجو مخکتنه ده.یاده مخکتنه په کابل کې د کتاب پلورنې ستر مرکزـ کتاب ښارـ په نظرکې نیولې ده.
جوجو د تکړه نثرلیکوونکي اووم ناول دی، چې په ټولنه کې يې تود هرکلی شوی دی.په دې ناول کې له يوه ستوري، د جُوجُو په نوم يو تخيلي موجود ځمکې ته راځي، په افغانستان کې يو کلی پيدا کوي او د افغانانو د ژوند په ځينو اړخونو تحقيق کوي. ده ته هر څه نوي وي، پوښتنې ورته پيدا کېږې، ستونزې وينې، حيرانه کېږي او د خپلو پوښتنو په حل پسې ګرځي.
وخت: سه شنبه، ماسپښین دوه بجې.
ځای: پامير سینما، کتاب ښار.