fbpx

مشعل: شپږیزه لیګ په کابل او افغان غوره لیګ به په عربي اماراتو کې ترسره شي.

نن ټکی اسیا (شنبه لیندۍ ۴مه ۱۳۹۶ل) د افغانستان کرکټ بورډ رئيس شکر الله عاطف مشعل ویلي چې د شپږیزې لیګ سیالۍ به د افغانانو لپاره په کابل او افغان غوره لیګ به په عربي اماراتو کې ترسره شي.

څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ په نمایندګۍ شفیق الله ستانکزي ویلي و چې راروان ۲۰۱۸ میلادي کال شپږیزې پړاو سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو عاطف مشعل طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې شپږیزه لیګ سیالۍ به د افغانانو لپاره پخپل ځای کې ترسره کیږي.

دده په وینا ددې لپاره چې افغانان له ډیرو سترو نړیوالو لوبغاړو سره ولوبیږي، مونږ د افغان غوره لیګ لومړی پړاو راروان کال په عربي اماراتو کې ترسره کوو، څو مو لوبغاړو ته د مالي امکاناتو د برابریدو سره سم غوره تجربه هم حاصله شي، او افغان لوبډله به په نړیوال سټیج باندې مخ ته راشي.

د شپږیزې تېر پنځه پړاوونه هم په کابل کې د کورني او بهرني لوبغاړو په ګډون تر سره شوي، چې په کې د پاکستان، زمبابوی، جنوبي افریقا، سري لنکا، بنګلدیش، متحده عربي اماراتو، عمان او ځینو نورو هیوادونو لوبغاړو ګډون کړی.

نوموړي د شهزاد محمدي د قضیې په اړه وویل چې د شهزاد د راتګ نیټه ښودل به له وخته مخکې وي خو هغه به ډير ژر لوبډلې ته راستون شي، او ددې په اړه به د کرکټ نړواله شورا هم ډير ژر اعلان وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د