نړۍټکنالوژي

پاکستان فیسبوک او ټویټر بند کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل) د پاکستان په زیاتو برخو کې د خصوصي تلویزونونو ژوندۍ خپرونې قطع شوي او د فیسبوک، ټویټر او یوټیوب په څیر ټولنیزې رسنۍ هم تړل شوي دي.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مظاهرې پر ضد د پولیسو عملیاتو په ترڅ کې د هیواد وضعیت خورا خراب شوی دی.

د عملیاتو په ترڅ کې له سلو زیات کسان ټپیان شوي چې زیاتره یې پولیس دي.

پاکستان کې د تحریک لبیک مذهبي ګوند د اسلام اباد ورځنی ژوند له هغه راهیسې له خنډونو سره مخ کړی و چې شل ورځې مخکې یې د پلازمینې پر ځینو لارو کې د ختم نبوت عقیدې د دفاع په خاطر کیمپ جوړ کړی و او لارې یې بندې کړې وې.

د عملیاتو له امله د پاکستان په نورو ښارونو کې د حکومت پر ضد مظاهرې شروع شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x