نړۍ

چلي: په يو ځنګل کې د اور لګيدو ۱۵۰ کورونه زيانمن کړي

د جنوبي امريکا ساحلي ښار والپرايسو په يو ځنګل کې اور لګيدلی، ۱۵۰ کورونه يې زيانمن کړي، زرګونه خلک يې بې کوره کړي او ځانونه يې خوندي ځايونو ته رسولي دي.
د بحر الکاهل لخوا تېز را الوتکوني باد له امله په دغه ځنګل کې اور لګيدلی او د اور تپ تر لرې سيمو محسوسيږي.
د چلي ولسمشر ميشل پيلچليټ نوموړي ښار کې بيړنی حالت اعلان کړی او خلکو ته يې ويلي چې، دا ښار دې پريږدي او خوندي ځايونو ته دې ځانونه ورسوي.
والپرايسو ښار له سنيټياګو ښار څخه ۱۱۰ کيلو متره لوديځ پلو پروت دی. د اور د لوګي له امله خلکو ته ساه اخيستل ستونزمن شوي او د بريښنا نظام له هم منځه تللی.
د والپرايسو ښاروال جورجې کاسترو ويلي چې، د خلکو لپاره يې له ښاره د باندې خوندي ځايونو جوړ کړي او په والپرايسو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
ښاروال ويلي چې، والپرايسو کې برښنا نشته او تر اوسه داسې نه ښکاري چې، دا اور به زر قابو شي.
د چلي د بيړنيو مرستو ريس ګویل مودا لامزا وايي چې، اور مخ پر زياتيدو دی او د بحر الکاهل لخوا را الوتونکی باد يې نور هم تېزوي او هيڅوک دوی سره مرسته نکوي. د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه ندي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x