نظــر

شهید طالب العلم

ابو یاسر افغان

هغه چې کونډې مور یې د خپلو بلها شی هیلو او امیدونو سره د دیني علومو مدرسې ته لیږلی ؤ، تېره شپه یې د تن غوښې په امریکایي بمبارۍ کې باد باد شوې، د مدرسې کتابونه یې نیم سوي او پاڼې پاڼې یو خوا بل خوا پراته وو، د شهید طالب العلم د نورو ملګرو جسدونه هم د پورته کولو نه وو، د وینو دارې پر دیوالو داسې لګېدلې وې ته وا د خپل مظلومیت داستان او ثبوتونه یې په رنګه خط لیکلي دي، هوکی تېره شپه د میدان وردګ ولایت، نرخ ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې پر یوه دیني مدرسه د یرغلګرو صلیبیانو له خوا خونړۍ بمباري وشوه او شاوخوا شل تنه مظلوم طالبعلمان یې په شهادت ورسول، د نړیوال کفر وحشي عسکرو د خپلو افغاني ایجنټانو د کوردیناتو په مرسته د مظلومو او معصومو ماشومانو دغه دیني جامعه په نښه کړه او یو ځل بیا یې د خپل وحشت او اسلام سره د دښمنۍ عملي بېلګه وښودله، مګر د ارګ منفور او مزدور چارواکي د تېر په څېر بیا هم خاموش پاتې شول، خو د خپلو غوړه مالانو او چاپلوسانو په وسیله یې یوځلې بیا دا شیطاني خبره تکرار کړه چې په یاده مدرسه کې ترهګر او وسله وال کسان په نښه شوي او هیڅ یو بې ګناه وګړی په کې نشته. هوکی دوی رښتیا وایي، د قرآن او ایمان په وسله سمبال او د ایمان په راوړلو ګنهګار طالبان یې وژلي او دوی رښتیا وایي هغوی ځکه ترهګر ول چې ترهګر یعني اسلامي فکر او اسلامي عقیدې نه برخمن خلک!!

د مظلومو طالبعلمانو دغه ویني به بې ځایه نه ځي، د شهید طالب العلم کونډه او بوره مورکۍ چې ایکي یو زوی یې ؤ هغه یې هم دغې مدرسې ته استولی ؤ، اوس یې لاسونه د اسمان لوري ته لپه کړي، پر مخ یې د تړمو تړمو اوښکو سیلاب را روان دی او د کفر او استبداد غلامانو ته د هلاکت غوښتنه کوي، هوکی شل تنه معصوم ماشومان په خپلو وینو کې ولمبېدل او د مدرسې فرش او دیوالونه یې هم په وینو رنګ شول، خو د دې ظلم او وحشت پایلې به ډېرې خطرناکې وي، په ارګ کې ناست د نړیوال کفر مزدوران نور نه شي کولی چې ولس په خپلو درواغو او افواهاتو تېر باسي، ولس اوس پوهیدلی چې د دې ټولو وحشتونو عاملین په اول قدم کې همدغه منفور غلام او بدبخته چارواکي دي چې د کفارو په زور د واک پر ګدۍ سریښ شوي دي.

اِن بَطْشَ رَبِّکَ لَشَدِید..الایه.

د نړیوال کفر او د هغوی د غلامانو د بشپړ شکست په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

الله ج ج دہ دا زموژ حکمرانان ھم دغسی شرمودہ تغواڑی الله ج ج دہ پہ پشان دہ سمود اودہ فرعون او دہ لوط علیہ سلام دہ قوم پہ شان دہ دربرد زلیل رسواہ اوشرمندہ کڑی امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین پروند سی پہ مدرسہ کی 20شل بیگنہا معصوم بچیان شہیدان کو الله ج ج دہ پہ دغومنافقانو باندی ترقیامت فوری الله ج ج سہ پشان دہ سامیری پشان دہ سامیری پشان دہ سامیری پشان دہ سامیری غعوڑم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x