افغانستان

ننګرهار: د خوږیاڼیو جګړه تر شېرزادو ولسوالۍ ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې تراوسه روانې دي، چې د دغو نښتو له وېرې د سیمې سلګونه کورنۍ د ننګرهار نورو سیمو ته کډه شوي دي.

له تېرې ورځې راهیسې د خوږیاڼیو د څنګ لوري شېرزادو ولسوالۍ ۲۰۰کورنۍ د همدغو نښتو له امله کډه کولو ته اړې شوي دي.

د شېرزداو ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو د داعش له وېرې سلګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ننګرهار ولایتي شورا وايي، د خوږیاڼیو او شېرزادو سلګونه کورنۍ جلال اباد ښار، سره رود ولسوالۍ او د چمتلې ښارګوټي ته کډه شوي، چې په بد وضعیت کې دي.

د ولایتي شورا رییس احمد علي د ننګرهار له امنیتي چارواکو غوښتي، چې د داعش پر ضد عملیات وکړي او د بشري ناورین مخه ونیسي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی هم مني، چې تراوسه امنیتي ځواکونو په یادو سیمو کې عملیات نه دي کړي.

دی وايي، ځايي خلک دې د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، چې په سیمه کې عملیات پیل کړي.

د داعش او طالبانو ترمنځ له تېرې یوې میاشتې راهیسې نښتې روانې دي؛ خو له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې دغو نښتو زور اخیستی دی.

ننګرهار: خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

د وزیرو ځايي خلک وايي، امریکايي الوتکو تېره اوونۍ د وزیرو په پیره خېلو سیمو الوتنې کولې او په سیمه کې یې مېشتو داعشیانو ته وسلې او مهمات راوړل، چې د داعشیانو د مجهز کولو وروسته یې بیا جګړه پیل کړه.

د خوږیاڼیو د سراسري شورا غړي محمد عمر شېرزاد د ننګرهار په امنیتي چارواکو تور پوري کړی، چې په لوی لاس خوږیاڼي او شېرزاد د داعش لاس ته غورځوي.

د ده په خبره، داعشیانو په خوږیاڼیو کې د خلکو کورونه وران کړي، څاروي یې له ځانونو سره وړي او د طالبانو سره د همکارۍ په تور یې څو تنه وژلي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

د باګرام څخه دارالامان ته د ګلبدین راتګ سره چه د استقبال د پاره یی په اچین او زمبق کی مور او پلار بمونه وغورځول شول او د ترمپ د نوی جمهور ریس کیدو سره هم د ګلبدین راتګ سم او د ترمپ ستراتيزی هم تر ګلبدین معطل وه. د دغه ټولو او نورو دلایلو او شواهدو له مخی د ترمپ نوی ستراتيزی د قطر او اماراتو ( هند او پاکستان ) د بلیک واترو ، د ګلبدین په حزبیانو او داعشیانو پوری تړلی ده لکه نیکلسن چه د ناتو او امریکا د قواوو مشر دی ګلبدین د بلیک واتر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x