افغانستان

ټاکنې: د ۱۰سلنو رایو پایلې اعلان شوې، ډاکتر عبدالله تر نورو مخکې دی

نن ټکی آسیا: د ټاکنو خپلواک  کمیسیون نن یکشنبه د ټولو رایو ۱۰٪ رایو پایلې نن اعلان کړې.  دوی تراوسه د هېواد له شپږویشتو ولایتونو څخه، لس سلنه رایې ګڼلې دي، چې د دې لس سلنو په پایله کې ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی، ډاکټر اشرف غني احمدزي دویم او ډاکټر زلمي رسول درېیم مقام ګټلی دی.

په دغو پایلو کې چې نن د ټاکنو کمېسون اعلان کړې ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۱،۹ ٪ رايې، ډاکتر اشرف غني ۳۷،۶٪ رايې او زلمي رسول ۹،۸٪ رايې وړي دي.  تر دوی وروسته سیاف ۵،۱٪ رایې، قطب الدین هلال ۲،۷٪ رايې، ګل آغا شیرزي ۲،۲٪ رايې، سلطانزوی ۰،۵ رایې او هدایت امین ارسلا ۰،۳ رايې وړې دي.

د ټاکنو کمېسون وايي چې د ټاکنو پایلې وخت تر وخته تغییر خوري. ددوی په وینا ۲۵٪ رایې شمارل شوي چې دوی یې ۱۰٪ رايو پایلې نن اعلان کړې.

ددغه کمېسون د رئیس یوسف نورستاني په وینا د ټاکنو ابتدايي پایلې به د غويي په ۴ مه او آخري او حتمي پایلې به د غويي په ۲۴مه اعلان شي.

یاده دې چې تېره ورځ هم د ټاکنو د نسبي پایلو د اعلان خبر ورکړل شوی و، چې د نامالوم سبب په خاطر وځنډېدې.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند له یوه شخصي تلویزون سره په خبرو کې وویل، چې که چېرته اشرف غني واک ته ورسېږي، نو د وینو ویالې به وبهېږي.

د وري د شپاړلسمې د ټاکنو اړوند شکایتونه زرګونو ته رسېږي، چې ځينې نوماندان يې په اړه اندېښمن دی، څه موده مخکې د ټاکنو یو تن نوماند ګل اغا شیرزي له یوه شخصي تلویزون سره په خبروکې دولتي چارواکي او د ټاکنو مسوولین ملامت کړل،چې ګواکې د یو ټاکلي نوماند په ګټه يې کارکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close