نظــر

د لوېديزيانو ټګۍ او زړه بوږ نوونكي ظلمونه

(د اندلس د تاريخ په هينداره كي )

عبدالمالك همت

لكه چي ټول پوهيږو څوارلس سوه كاله دمخه نړۍ ظلم، وحشت بربريت، بې دينى، بداخلاقيو، جهالت او داسي نورو ډېرو ناوړو عادتونو او مفاسدو پر سر اخستې وه. د دغو ناوړو چارو د له منځه وړلو، سمون راوستلو او د نړۍ والو پر سمه لار برابرولو لپاره يوه ستر بدلون او اوښتون ته اړتياليدل كېدل . لوى څښتن جل جلاله د دغو ناسمو د سمون لپاره خپل ستر استازى حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د قرآن او اسلام سره راوا ستاوه. له دغه ځايه د كفر د تيارو او د اسلام د رڼا مبارزه او جګړه پيل سوه. حق څنګه چي حق دي او ژر د بصيرت پر خاوندانو اغېز كوي پر باطل باندي څنګه چي باطل او د كركي وړ دى ډېر ژر او په پراخه پيمانه بريالى سو او رڼا يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده او بالاخره تر اسپانيې ورتېره سوه.

لكه څنګه چي پوهيږو اسلام د انساني ژوند په ټولو برخو كي ژور او بنسټيز بدلون راوستى او نړۍ يې په خپلو معنوي ارزښتونو او عملي كارونو او د هغو په اغېزو له پوپنا كېدو وژغورله او د سترو سمونونو او پرمختيا پر لوريې روانه كړه. بشريت ته يې د دې او هغې نړۍ د نېكمرغۍ لار پرانيستل او وښوول. قرآن او اسلام څنګه چي د ټولي نړۍ لپاره دى په خپلو پيغامونو او مستقيمو او غير مستقيمواغېزو ټوله نړۍ روښانه كړه او په ټوله نړۍ كي يې بشريت ويښ او راپاڅاوه. په دې ترڅ كي چا چي حق ته غاړه كښېښوول او د عقل لار يې واخيسته وژغورل سواو د مسلمان په وياړلي نامه ياد سو او د هغو چي ظالمان او مفسدان ول، تر مادي ګټو نه سوا ى تېرېدلاى او د مظلوموانسانانو ګرالبي يې نه خوشي كولې، ابدي بدمرغي ور په برخه سوه، د كفارو او مشركينو په نومونو ياد سول او د اسلام او مسلمان سره يې ضديت راواخيست.

د كفر او اسلام د دې مبارزې تاريخ ته چي لږ څه ځير سو اسلام نړۍ او نړۍ والو ته سمون، عدالت، برابري، وروري، سوله، هوسايي، ساده ژوند خوښونه او نېكمرغي، پوهه او پرمختګ ورپه برخه كوي، خو كفر مادياتواو په نړۍ كي چي هرځاى شته وي ؛ لكه تيلو، کانونو، سوداګريزو ګټو او امتيازاتو او داسي نوروته رسېدل او پر هغو انحصار او خېټه اچول او يو له بله رقابت، د جګړو د اورونو بلول او د ضعيفو ولسونو لاخوارول، لاندي كول او مزدور او مريي كول په اصطلاح خپله شريفانه دنده بولي. خپل ډول ډول او بې پايانه مفاسد او عياشۍ او منحط مادي نظام غوره، مترقي او حق ښيي. لكه چي په دې لار كي يې د اسلام او مسلمان سره په مبارزه كي ډېر كرغېړن او تور تاريخ شاته پرې ايښى او اوس له يوه پلوه د نوي، اوسمهالي تخنيك او وسلې په زور له فرعونيته كار اخلي او بل پلو يې ډول ډول شيطنتونه او د مسلمانانو د غولولو او د هغو د مريي كولو لپاره ډول ډول ټګۍ برګۍ پر لار اچولي او د نړۍ په ګوټ ګوټ كي ستر او زړه بوږنوونكي ورانۍ او فسادونه كوي، مظلوم او بې وزلي مسلمانان په ډله ييزه توګه وژني ( چي د امريكايانو او نوروكفارو په هراړخيز ملاتړ د اسرائيلو له خوا د فلسطين د بې دفاع ولس شپه او ورځ پرله پسې وژل او كړول يې يومثال دى ) او بيا د دې سره سره په بې حيايي سره ځانونه د بشر او ښځو د حقوقو مدافعان او د مدنيت او آزادۍ اتلان بولي. ( او د دې تبليغاتو تر تاثير لاندي د مسلمانانو د ناپوهانو عقلونه لا پښو ته ولاړ سي او چي څه مادي ګټه وي د حق او باطل د بېلولو سترګي يې هم ړندې سي ) تاسي لږ څه ځير سئ په دې وروستيو مهالونو، په تېره په تېرو نهه دېرشو كلونو كي د ختيځ او لوېديځ ( انګريز او روس ) د ځناورو كفارو له خوا زموږ پر مسلمان هيواد او ولس څه ناتارونه، ورانۍ، وژني، خوارۍ او ستړياوي رواني او تېريږي او زموږ د لا خوارېدو لپاره څه ډالرونه لګيږي او څه توطئې او د سيسې او جاسوسۍ او په سترو لګښتونو تبليغات او جنايات روان دي؟ له بده مرغه زموږ ډېر ناپوهه او بې بصيرته ساكښان دا ټول جنايتونه او دا غولوونكي ډرنامي د سر په سترګو ويني او بيا هم لګيادي د دغو جنايتكارو كفارو په ملاتړ او د خپلو بې وزلو او درپه درو مسلمانو خلكو پرضد په هلو ځلو ستړي دي او ځيني يې بې ځايه دلايل او اوتي بوتي هم وړاندي كوي. دلته موږ له دغو كسانو څخه پوښتنه كوو چي دغه سراښ كفار ولي په افغانستان، عراق او سوريه كي خپل خلك د مرګ خولې ته تړي؟ ولي دا دونه رسوايى پر ځانو مني؟ ولي د دوى خپل خلك او نړۍ وال د دوى د دغو جنايتونو پر ضد اعتراضونه او مظاهرې كوي؟ او ولي دوى دا دونه بې خرته لګښتونه كوي؟

ښه رابه سو خپلو خبرو ته : تاريخونه وايي چي د كفر او اسلام د مبارزو په لړكي د اسلام سپېڅلى دين د هغه د حقانيت له بركته تر اسپانيې ورسېدى. د اسلام د اموي خليفه عبدالملك بن مروان په وختو كي د افريقې ټوله وچه د اسلام په نور مشرفه سوه. د وليد بن عبدالملك په وختوكي موسى بن نصير نومى د افريقې د والي په توګه په قيروان كي اوسېدى. د افريقې د لويي وچي مخامخ د اروپا په جنوب لوېديزه برخه كي يوه ټاپووزمه ده چي اسپانيه (Spain) يا اندلس ورته وايي او د سمندر د لسو يا دوولسو ميلو په اندازه اورشو يې ( چي ډېر لږ واټن دى ) له افريقې څخه بېلوي. د اوومي عيسوي پېړۍ په وروستيو كي د دې هيواد خلكو خورا تريخ ژوند درلود. د هيواد نيم وګړي مريان وه او ژوند يې د څارويو تر ژوند ډېر بد وو . د دوى په كار به د دوى بادارانو عياشۍ كولې. مريي د خپل بادار له اجازې پرته واده نه سو كولاى او په ډېره وړه ګناه به د وژلو پرېکړه پر كېده. د ملك له منځنۍ تپۍ ( طبقې ) څخه درنې ماليې اخيستل كېدې. مځكي او جايدادونه د واكمنو او پادريانو وه. د واكمنو او پادريانو محلونه او خانقاوي په ښكلو نجونو پري خانې ګرځېدلي وې. اخلاقي وراني خپل اوج ته رسېدلې وه. د مذهبي لږكيو سره ډول ډول ظلمونه كېدل. لنډه داچي ناخوالي دونه ډېري سوي وې چي مظلوم او مقهور رعايا د « تنګ آمد بجنك آمد » حالت ته رسېدلي وه. چي كله كله به د ولس د بې وزلي تپۍ د سړو ساوو لوګي ان د فتنې او ورانيو لمبې سوې.

د مراكش په شمالي ساحل كي د سبته نومي ملك يو سردار يوليان ( كاؤنټ جولين ) نومېدى. ده خپله يوه ډېره ښكلې او د نازك اندام درلودونكې لور چي فلوريډا نومېده د دغه هيواد د ټولواك رزيق ( راډرك ) په دربار كي د هغه هيواد د هغه مهال د دود سره سم د درباري او مذهبي زده كړي لپاره ورلېږلې وه. خو د دې هيواد دغه وروستى ټولواك تردې كچي بدكاره او عياش سوى وو چي د دغي نجلۍ سره يې په زوره بد لمني وكړه. د دې خبري څخه لور پلار ته خبر ور كړ. څنګه چي يوليان يو معتبره واكمن سردار وو بد يې يووړه او د غچ اخيستلو په لټه كي سو. خپله لور يې په يوچل ( د هغې د مور د سختي ناروغۍ له امله كورته د څو ورځو تلو په پلمه ) خپل كورته راوسته. وايي چي رزيق د خداى په امانۍ په مهال هغو ته ډېر شته ور كړه او هيله يې ځني وكړه چي زه د ښكار لپاره څو ښو بازانو ته ضرورت لرم، ماته يې له هغه ځايه راواستوه. يوليان ورته وويل : « زه به داسي بازان در ولېږم چي په خپل ژوند دي نه وي ليدلي ». هغه ووچي بيا د افريقې والي موسى بن نصير ته ورغى او هغه يې د اندلس نيولو ته وهڅاوه او د كومكونو ژمنه يې ورسره وكړه. هغه پخوا لا په دې فكر كي وو او له خدايه يې دغه ګړى غوښت. هغه وو چي داسلام د خليفه وليد بن عبدالملك تر اجازې اخيستلو وروسته يې د اسلام اتل جنرال طارق بن زياد په ۹۱ سپوږميز كال چي د ۷۱۰ عيسوي كال د جولاى سره سمون خوري په يوه روايت د دوولسو زرو او په بل روايت د شلو زرو لښكرو سره د اندلس د نيولو چاري ته وګومارى. ( د اندلس د سمندر د ختيزي غاړي هغه غرګوټى چي ترټولو دمخه د اسلام د سپېڅلو او اتلو مجاهدينو د پښو مچولو وياړ ور په برخه سو د [ جبل الطارق ] په نامه ونومول سو. دغه غرګوټى اوس هم په لږ بدلون [ جبرالټرGibraltar ] بولي ). طارق چي كله د اندلس څنډي ته ورسېدى تر ټولو دمخه يې ټولي هغه بېړۍ چي خپل پوځونه يې پكښي ور رسولي وه وسوځلې او په دې توګه يې اسلامي پوځ ته له بري يا شهادت پرته بله لار پرې نه ښوول.
د جګړې په پايله كي رزيق د سمندر اوبو يووړ او د هغه زيات شمېرپوځيان يا د مسلمانانو تر تېغ تېر سول او يا په سمندر كي ډوب سول، اوپاى اندلس د اسلام لښكرو فتح كړ. دا د۹۲ سپوږميز. ( ۷۱۱ع. ) كال پېښه وه. تاريخونه وايي چي په طارق پسي موسى هم ورغى اوپه ډېرو جګړوكي تر برخي اخيستني او د ټول اندلس تر مطيع كولو وروسته يې د ټولي اروپا د نيولو او د اسلام په نور د هغې د روښانولو او د ملعونو، بدطينتو كفارو له كليساوو څخه د باطل د آواز پر ځاى د توحيد د كلمې د اذان د پورته كولو لپاره يې داسي نقشه جوړه كړه چي : د اروپا ډېره ښايسته مځكه به د حقه خلافت د وارثانو تر پښو لاندي كړي. د سترپاپ د ناستون (پايتخت) له كليساوو څخه به د حق او الله اكبرآوازونه اوچت كړي. له هغه ځايه به ختيځ ته مخه كړي او د بيزنتين د سلطنت په پلازمېنه قسطنطنيه كي به د شام د پوځونو سره يوځاى سي او د دغسي سترو فتوحاتو مباركي به يوبل ته د باسپورس پر غاړو وركړي.

موسى په خپله باطل راپرځوونكې توره د دې نقشې رنګول پيل كړل او د فرانسې څو سرحدي ښارونه يې ونيول. خو له بده مرغه د خلافت د دربار د دې كار د نه كولو حكم دا نقشه شنډه كړه.

په دې ډول مسلمانان ترنژدې اتو پېړيو پر اندلس په سترتوب او برم واكمن پاته سول. هغو پردې سربېره چي د هغه ځاى خلك يې د اسلامي عدل په پلي كولوله ټولو ناخوالو وژغورل او هوسا او آرام ژوند يې ورپه برخه كړ، دغه هيواد يې د هنرونو، پوهنو، فرهنګ او تمدن، سوداګرۍ، جنګي فنونواو وسلې جوړولو، ډول ډول ايجاداتواو ډېرو نوروپرمختياوو او د نوم او شهرت لوړي پوړۍ ته ورساوه.

دا خبري د ټولو تاريخونو په اتفاق په تواتر جوتي سوي دي. خو موږ د يوه فرانسوي تاريخ ليكونكي موسيو سيديو خبري دلته يوازي د بېلګې په توګه رانقلوو، هغه وايي : « موسى بن نصير په هره چاره كي ډېر عدل كاوه چي له امله يې د اندلس داسي سمسورتيا او د خلكو يې داسي هوسايي په برخه سوه چي د هغه ځاى د مخكنيو واكمنو [ ګاتانو ] په پېر كي يې هيڅ نه وه په برخه سوې ». بل ځاى ليكي: « د اندلس عرب په علومو، فنونو، صنعت، حرفت او اخلاقو كي تر پرنګيانو ډېر ښه او لايق وه. هغوى داسي كريم او سخيان وګړي وه چي د ځوانمردۍ په لار كي ترخپلوځانو لاتېرېدل. داسي نه وه چي هغوى وحشيان وه او د خپلو ځانوپه ارزښت نه پوهېدل، بلكي هغو د خپلوځانو قدر هم ډېر ښه پېژندى ».

خووروسته كور جنګيو او د اندلس او عربو د خلفاوو او امراوو لنډ فکريو دغه ستره اسلامي واكمني كمزورې كړه، سرحدي نصراني حكومتونو ته د مداخلو او تېريو موقع په لاس ورغله او تر ډېرو جګړو او وينو تويولو وروسته يې هغه راوپرځول.

كله چي لا د « غرناطې » ( ګريناډا ) په نامه سيمه د مسلمانانو په لاس كي وه د « قسطيلې » د سيمي واكمني « ازبيلې » نومي د « نوار» د سيمي د واكمن فرډينينډ سره واده وكړ او په ګډه يې پر قسطيله، نوار او ارغون نومي ځاى واك چلاوه. هغو د غرناطې واكمن ابوالحسن ته سفيران ولېږل او د زور په منطق يې ورته وويل چي ستا پلار موږ ته خراج راكاوه ته هم موږ ته خراج راكړه. سلطان ابوالحسن سفيرانو ته وويل چي دواړو واكمنو ته وواياست چي اوس د غرناطې خراج په زرو نه بلكي په توره چليږي او سمدلاسه ابوالحسن چي يو ډېر زړه ور او شجاع واكمن وو جنګ پر پيل كړ. خو له بده مرغه د دغه زړه ور ابوالحسن دوو زامنو ابو عبدالله او يوسف د پلار په وړاندي د بغاوت ربۍ پورته كړ او د غرناطې يوه برخه يې ځني ونيول. په دې ترڅ كي ابو عبدالله د پلار آزار وواهه د عيسايانو په لاس ورغى او د فرډينينډ سره بندي سو. پلار چي يې داوضع وليدل تردې سلطنت تېر سو، او ورور يې د چارو واګي په لاس كي واخيستې. فرډينينډ ابو عبدالله پر ورخوشي كړ او غرناطه يې ځني ونيول. خو څه مهال وروسته فرډينينډ غرناطه داسي محاصره كړه چي ابو عبدالله اړسو چي د فرډينينډ سره د سولي خبري پيل كړي. فرډينينډ د غرناطې د ترلاسه كولو په بدل كي داسي شرايط وړاندي كړل او ويې منل چي : د مسلمانانو په آزادي كي به څه توپير نه راځي. د هغو پر شتو او دارايي به تېرى نه كيږي. وسلې به نه ځني اخيستل كيږي. د هغو دين، جوماتونه، او رسوم به له بلوسۍ څخه خوندي وي. د هغو د سپه سالارانو عزت او دندي به نه ځني اخيستل كيږي. قاضيان به كوم چي د اسلامي شريعت سره سمي پرېكړي كوي پر خپل حال پاته كيږي. او تر پخوانيو محصولونو زيات محصولونه به له مسلمانانو څخه نه اخيستل كيږي. پر دغو شرطونو باندي سوله وسوه. ابو عبدالله ته يې د هغه مهال ديوه كروړ څلوېښتو لكو پنځه سوو روپو د وركولو پر وعده سربېره په اندلس كي د پاته كېدو يا په دوو مياشتو كي افريقې ته د تلو اختيار هم وركړ او د بحري سفر د امكاناتو او اخراجاتو د برابرولو ژمنه يې هم ورسره وكړه.

بالاخره ابو عبدالله د ۱۴۹۳ع. كال د جنورۍ پر دوهمه د سهار تر لمانځه وروسته خپل كور كهول او پنځوس تنه ملګري او خدمه د افريقې په نيت رهي كړل. تر باب الجدور نومي ځاى چي ووتى فرډينينډ او ازبيله د خپل حشم او خدم سره ولاړ وه. ابو عبدالله وغوښتل چي د هغو د تعظيم لپاره له آسه ورته راكښته سي، خو فرډينينډ پرې نه ښووى يوازي يې روغبړ ورسره وكړ او كلۍ يې ورڅخه واخيستې، خپلي مېرمني ته يې وركړې، هغې خپل زوى ته وركړې او هغه خپل سپه سالار ته وسپارلې. د ابو عبدالله زوى يې چي هغو يرغمل نيولى وو ور خوشي كړ او د اندلس له خاوري ووتل. هلال غروب وكړ او صليب پورته سو. د دې سره سم يې ښار په ډېوو رڼا كړ او په ټوله مسيحي نړۍ كي د خوښيو جشنونه جوړ سول.( داوه د بې همتۍ او نفاق پايله ). د دې سره سم د اندلس هغه اسلامي دولت چي په كال ۷۱۰ع. كي هلته ټينګ سوى وو په ۱۴۹۳ ع . كي له عربو څخه د تل لپاره واخيستل سو.

المقري په خپل تاريخ كي ليكي : كله چي ما په « فاس » كي خپل تاريخ ليكى په ۱۰۳۷سپوږميز. ( ۱۶۲۷ع.) كي له ابوعبدالله څخه پاته كسانو په خيراتونو ګوزاره كول او ابو عبدالله په ۹۴۱سپوږميز. (۱۵۳۴ع.) كي په فاس كي مړسوى وو.

دلته بايد ياده كړو چي دغه مهال د مسلمانانو پرضد د عيسويانوصليبي وسله والي جګړې چي د دوى په ناكامۍ اونهيلۍ او بې نتيجې پاي ته رسېدلي وې تريوسل او پنځوسو كالو پوري سړې پاته سوي وې. خو بيا خبره دې ته ورسېده چي په آسياكي له شمالي شام څخه د مسيحيت كليسا له ريښو وكښل سوه، د دغي سيمي ټول مسيحيان په اسلام مشرف سول او په ۱۴۵۳ع. كال كي د نړۍ په تاريخ كي د يوې ستري پېښي په توګه د مسيحيت ستره پلازمېنه قسطنطنيه د مسلمانانو پر لاس فتح سوه او په ټوله ختيزه اروپاكي د اذانونو ازانګې پورته سوې. تردغو پېښو وروسته ( په تېره د قسطنطنيې د فتحي سره ) په اروپا كي يوستربدلون د« رنسانس » ( نوى رغښت ) په نامه رامنځته سو او لوېديځ د اسلام د علومو ، فرهنګ او تمدن په تثميراو خپلولو او پراخولوسره نوي ساړه ( كلتوري )او وسله وال، مرئي او نامرئي صليبي تېري پر لار واچول.

د فرډينينډ كوم شرطونه چي د غرناطې د ورسپارلو په بدل كي يې د مسلمانانو په وړاندي منلي وه هم لكه چي موسيو سيديو اونورتاريخ ليكونكي وايي د دغسي اندونو پربنسټ د سياسي چل ول او ټګمارۍ له مخي وه او په دې غرض وه چي پر غرناطه قبضه ولګوي. هغه پوهېدى چي د مسلمانانو شمېر زيات دى او شتمن هم دي، آزادي او خپلواكي يې هم ډېره خوښيږي او ځانونه پر وركوي، نو يو وخت لانه يو وخت بېرته پر ور پورته كيږي. له دې امله هغه په ټينګه پتېيلې وه چي مسلمانان د عبادت له اسلامي طريقې او اسلامي او عربي اخلاقو څخه پردي كړي. كه د هغه وس رسېدلاى دغه بدلون يې سمدستي عملي كاوه. خو هغه بېرېدى چي پكښي ناكامه به سي. له دې امله هغه ترټولو لومړى ډېر داسي جاسوسان وټاكل او وګومارل چي په ښكاره ډېر وګړپال عيسويان ايسېدل. دوى د مسلمانانو په وړاندي د ښې رويې په تر سره كولو سره هغوى ته دا يقيني كړه چي عيسويان د دوى سره بد نه كوي او په دې ډول يې تېر ايستل. كله چي د عيسويانو پښې ښه ټينګي سوې پر اندلسي يهودو يې ډول ډول وحشيانه ظلمونه پيل كړل او له دې امله مسلمانان هم په اندېښنه كي سول. دغه مهال دغو شيطان صفتو جاسوسانو اندېښمنو مسلمانانو ته سلا وركړه چي تاسو ته ښايي چي عيسوي سئ، كه نه ښايي پر تاسي هم هغه عذاب چي پر يهوديانو نازل سوى دى نازل سي. د دې سره سم نصراني حكومت عام اعلان وكړ چي : « ديني آزادي نسته او اوس څوك د اسلام اركان او فرايض په ښكاره نه سي ترسره كولاى. او كه څوك د اسلام دين پرېږدي او نصراني سي شته او زر به وركړه سي».

بيا فرډينينډ په ۱۴۹۹ع. كال پاچايي فرمان صادر كى چي : « په اسپانياكي هغه څوك چي عيسوى نه وي نه سي اوسېدلاى، ټول هغه مسلمانان دي چي نه عيسوي كيږي له دې هيواده ووزي ». د دې فرمان تر صادرېدو وروسته د كمزوري طبيعت څښتنو مسلمانانو كليساووته تله راتله پيل كړه او د مسلمانانو ماشومانو ته يې « بپتسما» Baptism)د عيسوي مذهب يو دود دى. كله چي ماشوم وزېږي پر سر يې مقدسي اوبه ور پاشي. په دې ډول هغه عيسوى باله سي (. خو كوم مسلمانان چي پر خپل دين ټينګ وه او خپل ګران او سپېڅلى اسلام يې نه پرېښووى، پر هغو يې ډول ډول ظلمونه وكړل. د هغو كښتونه يې ور وسوځل، شته او جايدادونه يې ور ضبط كړل او هغوى يې له ملكه بهر وشړل.

په ۱۵۲۴ع. كال د والنسه نومي سيمي نصراني واكمنو هم مسلمانانو ته حكم وكړ چي نصراني سي. هغو د والنسه پاچا پنځم شرلكان كرلوس ته له دې امله شكايت وكړ خو د ګټي پرځاى يې تاوان وكړاو په دې هكله سختي لازياته سوه. پاچا دا خبره د ديني پلټنو محكمې ته راجع كړه. دغي محكمې پرېكړه وكړه چي مسلمانان دي عيسوي سي خو چي نه عيسوي كېدل د محكمې په پرېكړه په زرګونو مسلمانان په اور وسوځل سول. دنده والو وګړو به په ښي لاس كي توره او په كيڼ لاس كي صليب نيولى وو په مسلمانانو پسي به ګرځېدل د اسلامي شعايرو له ترسره كېدو به يې راګرځول او عيسوي كول به يې.

تردې چي د غرنيو سيمو مسلمانانو به هم د دغو متعصبو عيسويانو له لاسه سمه ورځ نه ليدل. پاى د غرناطې د محكمې رئيس لارډ بشپ له پاچا څخه فرمان تر لاسه كړ چي مسلمانان نه مذهبي مراسم تر سره كولاى سي، نه خپل لباس اغوستلاى سي، نه عربي ويلاى سي، نه غسل كولاى سي. البته په لوېديزه نڅا كي د دوى ګډون لازمي دى او مسلماني ښځي به له كوره دباندي بې له بوغرې وزي. د دې فرمان په راايستلو سره مسلمانان اړ سول چي وسلې ته لاس واچوي، خو عيسويانو مات كړل او اړسول چي غرونو ته پناه يوسي. په غرونو كي سره راغونډ سول او د عيسويانوسره يې تر ډېرو كلونو سختي جګړې پر لار واچولې. خو عيسويانو په هغو كي ريښې وځغلولې چي په دې ډول ډېر د دښمن د چلونو په لومو كښېوتل، سره وپاشل سول، ځيني نصراني سول او نور افريقې ته وتښتېدل. بيا په ۱۶۰۹ع. كال بل پاچايي فرمان راووتى چي د والنسه او مرسيه د ولايتونو مسلمانان دي ګردسره له ملكه ووزي. له دې امله ځيني مسلمانان افريقې ته ګډه سول او ځيني فرانسې ته ولاړل، خو هغوى هم څنګه چي هلته هم د نصرانيت منلو ته اړ سول افريقې ته مهاجر سول.

موسيو سديو د عربو په تاريخ كي ليكي: « نصارا وو پرغرناطه باندي تر ولكې ټينګولو وروسته داسي كړني وكړې چي ګواكي دوى د هغې د تسليمېدو په هكله ګردسره كوم شرط نه وو منلى او په دې ډول يې د خپل وحشت او له خدايه د نه بېرېدو ثبوت وركړ ».

موسيو ليبان په تمدن عرب كي ليكي : « د اندلس پر بې وزلو مسلمانانو چي كوم ظلمونه وسول د نړۍ په تاريخ كي يې سارۍ نه ليدل كيږي. په داسي حال كي چي دا هغه مسلمانان وه چي د خپل واك پر مهال يې پر عيسويانو هيڅكله داسي ظلم نه وو كړى او كه يې داسي كړي واى، نو نن به د اسپانيې په ټوله ټاپو وزمه كي د عيسويانو نوم او نښان نه واى ».

كاشكي د غو متعصبو او ځناورصفتو ساكښانو پر دغو جنايتونو باندي بسنه كړې واى. هغو د غرناطې د نيولو سره جوخت ترټولو د مخه سل زره عربي كتابونه وسوځل. د دغه ښار لوى جامع جومات يې د رومن كاتوليك كليسا كړه. د هغې په محراب او منبر كي يې صليب او د عيسى او بي بي مريمي عليهماالسلام عكسونه كښېښوول. بيايې د فرډينينډ په حكم د عربي كتابونو ډېر ستر او لرغونى تاريخي كتابتون وسواو په ايرو يې بدل كړ. دغه كتابتون د عربو د پوهانو د پېړيو پېړيو د علمي څېړنو او دماغي زيارونو ډېره غوره پايله وه او د هغه په پوپنا كولو سره يې د اندلس د عربو دماغي او ديني پانګه له منځه يووړه. تر دې وروسته يې د بېلو بېلو ځايونو نوري علمي زېرمي هم له منځه يووړې. د تاريخ امت ليكوال وايي چي لس لكه كتابونه يې په بېلو بېلو سيمو كي وسوځل.

درنو لوستونكو !

پورتنۍ خبري مستندي دي او په هغوكي له څه مبالغې كار نه دى اخيستل سوى، بلكي موږ يې يو وړوكى انځور په لنډو كرښو كي وړاندي كړ. پر دې مظالمو كتابونه ليكل سوي دي. بل داچي داخبري داسي نه دي چي دغه لوېديز كفار يې اوس نه ترسره كوي، بلكي د مسلمانانو په وړاندي دوى دغسي جګړه ييز او كلتوري صليبي تېري او د هغو د شتو، فرهنګ، ننګ ، غيرت او داسي نورو ډېرو مادي او معنوي ښېګڼو غلا اوس د نن مهال د شرايطو سره سم د ډېرو دقيقو او هر اړخيزو پلانونو په طرح او تطبيق سره د اوسمهال د وسايلو څخه په ګټه اخيستنه ، په زور او ډالرو، په خورا مهارت تر سره كوي او تاسي يې رڼې بېلګې په فلسطين، عراق، افغانستان، سوريه او د نړۍ په نورو ډېرو ګوټونو كي وينئ. ( تاسي به پر عراق باندي د اشغالګري امريكې د لومړيو بريدونو پر مهال له راډيو ګانو څخه اورېدلي وي چي بوش دغه جګره صليبي جګړه وبلل ).

زموږ هيله دا ده چي ګران لوستونكي لازيات ځير سي او د خپل وياړلي اسلام او خپل ګران ټاټوبي د دښمنانو د د سيسو په وړاندي په ديني اوافغاني درك او وجدان ودريږي والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x