ټکنالوژي

ګوګل راتلونکې سه شنبې ته کمپيوتري عينکې بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسيا: ګوګل شرکت نن یکشنبه اعلان وکړ چې، راتلونکې سه شنبې په ورځ کمپيوتري عينکې امريکا کې بازار ته وړاندې کړي.
دا کمپيوتري عينکې به په سترګو کيښودل کيږي او د غږ او لمس په واسطه به کڼتروليږي. ګوګل دا شرط ايښئ چې، د دغو عينکو اخيستونکي عمر به له اتلسوکالو زيات وي. د دغو عينکو قيمت به ۱۵۰۰ امريکايي ډالر وي.
ګوګل ويلي چې، راتلونکې “مې” مياشت کې به دغه عينکې په برتانیه کې هم ترلاسه کيدای شي. ګوګل شرکت وايي چې، دا به داسې عينکې وي چې، هم به انځورونه اخلي او هم به ويديو کولای شي.
د انترنيټ د کنکشن په واسطه دا هم معلوميدای شي چې، دا سړی دغه مهال کوم ځای دی او مخامخ ودانۍ نوم او ادرس هم معلومولی شي.
د دې عينکو يو کمال دا هم دی چې، يو صحنه به پرته له وخت ضایع کيدو ثبتولی شي او دې ته اړتيا نه پيښيږي چې، له جيب يا پاکټ څخه دې کامره يا مبايل راوباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x