د سپنتا کتاب؛ خواله رسنیو کې توده طنزي موضوع

نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د خاطرو کتاب په خواله رسنیو کې ګرمه طنزي موضوع ګرځېدلې ده.

سپنتا، چې د حامد کرزي په وخت کې يې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي، د خپلو خاطرو کتاب د « سیاست افغانستان؛ روایتی از درون» په نوم خپور کړی، چې له څو ورځې وروسته يې په اړه طنزي نظرونه زیات شول.

په خواله رسنيو کې د سپنتا پر کتاب طنز لیکوونکي استدلال کوي، چې دا کتاب له علمي اړخه ډېر ارزښت نه لري، د دوی په وینا سپنتا هڅه کړې ډېرې هغه کیسې هم پخپلو خاطرو کې بیان کړي چې نه سیاسي، نه علمي او نه هم ادبي ارزښت لرلی شي.

پښتو لیکوال حفیظ الله تراب د سپنتا له کتاب څخه د طنز په ډول اقتباس کوي او لیکي: «يوه ورځ د ارګ په يوې ونې کې يو ډېر وړوکى چتى کېناست، کرزي صيب ته مې وويل چې دا خو زه ولم ـ هغه راته وويل، ګوره وبال دى خو هغه چې څنګه لاړ، کرار کرار ورغلم او تر لکۍ نه مې کلک ونيو».

د ادریس نسیمي په نوم یو بل لیکوال د خپل طنز حواله هم د سپنتا پر کتاب ورکوي، لیکي: «یو ماښام ناوخته په ارګ کې د امنیت شورای ناسته وه او سعودی عربستان ته د حاجیانو د لیږد په موضوع خبرې کیدې چې د خبرو په جریان کې کرزي صاحب وویل چې د آریانا رئیس ته زنګ ووهه. ما موبایل را واخیست او د ثبت شویو شمیرو د لیست له مخې مې زنګ وواهه، خو د هغې خوا د ښځې اواز راغلو، زنګ مې قطع کړو، نمبر مې ولید، ګورم چې د آریانا د ریئس په ځای مې آریانا سعید ته زنګ وهلی وو».

دادمحمد ناوک یو بل پښتو لیکوال او فیسبوکي فعال دی، چې اوږدې طنزې خاطرې يې د سپنتا د کتاب پر حواله خپاره کړي، دا چې د نوموړي لیکنې ځينو د سپنتا خپلې خاطرې بللې، نوموړی يې په طنزي شکل سپيناوی کړی: «سپانتا همدا نن مازیګر د خپل کتاب په ورستيو کې یوه پاڼه ورسره سټيپلر کړه، په قلم يې پکې ولیکل: زما، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او زما د دې مشهور بې نمونې اثر په اړه چې جناب ناوک صاحب څه لیکلي، یوازې يې طنز لیکلی تاسې دې د امريکايانو لپاره د حضرت صاحب مجددي اخلاص ووهي، که به يې رښتيا بولئ».

د خواله رسنیو بل فعال محمد یادګاري د سپنتا کتاب په پنځم مخ حواله ورکوي او لیکلي: «یو سهار ارګ ته لاړم چې ګورم کرزي په چوکې ناست دی او هګۍ خوري. ما ورته وویل: جلالتمآب ریس صاحب کُل سر چوکی شیشتی تخم میخوری؟ ګفت مشاور صاحب آمنیت خدای مو راوله خدای مو راوله! خیر سر تخم بشینم چوکی ره بخورم؟ دې سره مونږ دواړو په کړس کړس وخندل».

که څه هم د سپنتا دا اثر خواله رسنیو کې طنزي موضوع هم ګرځېدلې؛ پر دې سربېره يې ګڼ لوستونکي ښه ګام بولي او په وینا يې د تېر حکومت له ډېرو پټو رازونو يې پرده پورته کړې ده.

نوموړي په خپل کتاب کې لیکلي چې په کابل کې د امریکا سفارت ده او صبغت الله مجددي ته دوه-دوه میلیونه ډالره ورکول ترڅو د امنیتي تړون ملاتړ وکړو، خو زیاتوي چې مجددي ډالر واخیستل او «ما وانخیستل».

د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا کتاب، د عازم خپرندویه ټولنې له لوري، په دوه ټوکه (۹۸۰ مخونو) کې خپور شوی، چې د لړم د میاشتې په دوه ویشتمه يې مخکتنه وشوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د