
د ننګرهار ولایتي شورا: حکومت د داعش ښکاره ملاتړ کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل):د ننګرهار ولایتي شورا وايي، په دې ولایت کې د داعش د پرمختګ علت پخپله حکومت دی، چې د دې ډلې ښکاره ملاتړ کوي.
داعش وسلهوالې ډلې تازه د ننګرهار په خوږياڼو کې ځينې سیمې نیولې چې ګڼې کورنۍ له یادو سیمو نه په تېښته دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا مشر احمد علی وايي، حکومت د داعش ډلې ښکاره ملاتړ کوي او د دې ډلې پر وړاندې خنډونه له منځه وړي.
نوموړي د اریانا نیوز خبریال ته ویلي، د طالبانو او داعشي ډلګۍ تر منځ د نښتو پر مهال یوازې د طالبانو پر لیکو بمبار کېږي.
د ولایتي شورا د مشر په خبره حکومت په سیمه کې هغه قومي مخور هم په نښه کوي، چې د داعش په مخالفت کې غږ پورته کوي.
د ننګرهار ځايي مسوولین مني، چې خوږياڼو کې داعشیانو پرمختګ کړی، خو د حکومت او داعش د همکارۍ په اړه يې څه نه دي ويلي.
ننګرهار: د خوږیاڼیو جګړه تر شېرزادو ولسوالۍ ورسېده
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، دوی هڅه کوي په خوږياڼو کې د داعشیانو د پرمختګ مخه ونیسي.
د ننګرهار ولایتي شورا په داسې حال کې د داعش او حکومت د همکارۍ ډاګیز غږ پورته کوي، چې تېره ورځ ولسي جرګه کې هم د ملي امنیت مشر د داعش اصلي بنسټګر وبلل شو.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر ويلي و، دا چې داعش د امریکا، حکومت او پاکستان ګډه لوبه ده، په اړه يې کره شواهد او اسناد لري، خو تر اوسه يې رسنیز کړي نه دي.
د سیمې د خلکو په وينا ګڼې داسې پېښې يې په سترګو لیدلې، چې د طالب او داعش وسلهوالو تر منځ جګړه کې امنیتي ځواکونه د داعش پر ملاتړ پر طالبانو بریدونه کوي.
ګډ حکومت داعش وسلهوال خپل توندلاري مخالفين بولي او کله ناکله يې په اړه د جګړې خبرونه هم خپروي.