
کندهار: د درملو جوړولو فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل): د کندهار په عینو مېنه کې د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفیت د معلومولو لپاره د یوه لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وايي، د دغه لابراتوار په جوړولو ۳میلیونه ډالر لګښت راځي، چې په جوړولو سره به یې د غیرمعیاري توکو د واردولو مخه ونیول شي.
د فیروز په خبره، «د خوراکي موادو، درملو او نورو طبي موادو د کنټرول لابراتوار جوړېدل یو اساسي کار دی؛ ځکه ټول افغانستان ته ۵۰ سلنه درمل د کندهار له لارې راځي.»
د کندهار د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په عینو مېنه کې د درملو د جوړولو د یوې فابریکې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د خبرپاڼې له مخې، پر دغه فابریکه ۱۵میلیونه ډالر لګښت راځي او په یوه نیم کال کې به یې چارې بشپړې شي.
د یوه بل خبر له مخې، د کندهار په میرویس روغتون کې د پښتورګو یا بډوډو یو معیاري مرکز هم پرانېستل شو، چې دا به په افغانستان کې د پښتورګو د درملنې دویم لوی مرکز وي.
زما بلنه ومنئ