افغانستان

افغان قاري د هېواد نوم په نړیواله مسابقه کې وځلاوه

په مصرکې د دې هېواد د جمهور ریس عدلي منصور په مرسته د اوقافو د وزیردکتور محمد مختارجمعه په ریاست یوه نړیواله مسابقه وشوه.دا مسابقه چې د قرآن کریم پوره حفظ، ترتیل،تجوید او تفسیرکې پکې شامل و، د الازهر پوهنتون په همکارۍ د نړۍ شاوخوا پنځوسو اسلامي هېوادونو پکې برخه اخیستې وه.

په دې ستره نړیواله مسابقه کې له افغانستان څخه قاری صاحب عزت الله عابد هم ګډون کړی و، چې د نوموړي استعداد د افغانستان نوم د نړۍ په لسو لومړنیو هېوادونو کې راووست.قاري صاحب عابد دیادې مسابقې په پایله کې پنځه نوي نمرې واخیستې چې د مصر د اوقافو د وزير له خوا ورته شهادتنامه او نقده جایزه ورکړل شوه.
یاده دې وي چې په هېوادکې ډېری دغسې ارزښتنا شخصیتونو د رسنیو له سترګو لوېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x