افغانستان

نیمروز : د خاشرود ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل):د نیمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال تېره ورځ په يوه چاودنه کې وژل شوی.

د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزی پرون هغه مهال په نښه شوی کله چې نوموړی له ولايت نه د يادي ولسوالۍ مرکز ته روان وو.

د برید مسؤلیت طالبانو منلی.

پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د خاشرود ولسوالۍ په شاوخوا ۶ کیلومترۍ کې د عاليلې په سيمه کې رامنځته شوې.

طالبان وايي په بريد کې يې د نورزي درې ساتونکي هم ژوبل کړي.

ځايي امنيتي سرچينې پيښه تائيدوي ، وايي طالبانو د ماين ايښودني تر څنګ کمين هم نيولی وو ، دوی له چاودني وروسته سیمي ته تلونکي کومکي عسکر په نښه کړل خو د مرګ ژوبلي اړوند لا کره معلومات نه دي وړاندي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x