
ولسمشر غني: د نامسووله وسلهوالو پر وړاندې باید جدي ګام پورته شي
نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني وايي، د نامسووله وسلهوالو پر وړاندې باید پرېکنده ګام پورته شي.
افغان ولسمشر تېره ماښام د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ له قومي مخورو سره په خبرو کې پورته څرګندونې وکړې.
د دولت اباد ولسوالۍ د خیر اباد کلي قومي مشرانو ولسمشر ته په سیمه کې د اربکیانو له چلنده شکایت وکړ.
د ولسمشر په ګډون د ګډ حکومت چارواکي په جنایاتو کې ښکېل اربکیان نامسوول وسلهوال بولي، چې په وینا يې پر وړاندې به يې جدي ګامونه پورته کړي.
که څه هم په کلیو بانډو کې ولسي وګړو ته د وسلې وېش، د امکاناتو برابري او ملاتړ د حکومت خپلې چارې دي، خو کله چې دغه ډلګۍ فساد ته مخه کوي دوی يې نامسوول وسلهوال معرفي کوي.
ولسمشر قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، خو ويې نه ویل چې د حکومت تر لاس لاندې بې مسوولیته کسانو امکانات له کومه کړل؟
ګډ حکومت تر دې وړاندې هم ورته ژمنې کړې، خو تر اوسه يې کوم څرک نه لګېږي.