افغانستان

محمود کرزی: د «عینو مېنې» موضوع سیاسي کول بدې پایلې لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مخکېني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی وايي، د ګډ حکومت له لوري د عینو مېنې موضوع سیاسي کول بدې پایلې لرلی شي.

کرزي ګواښ وکړ، که د ملي یووالي حکومت د عینو ښارګوټي موضوع سره سیاسي چلند وکړي، افغانستان کې به د ویجاړۍ بل دوران پیل شي.

د محمود کرزي په خبره، د عینو مېنې ښارګوټي کې هېڅ ډول قانوني ستونزه نشته او حکومت دې د دغه ښارګوټي مسئله نه سیاسي کوي.

دی وايي، ولسمشر غني د عینو مېنې د ښارګوټي د څېړنې امر د سیاسي تربګنیو له مخې کړی او له دې لارې غواړي چې د لویې جرګې مخه ونیسي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د تېرې تلې میاشتې پر شلمه د عینو مېنې د ښارګوټي د هر اړخیزې څېړنې لپاره  لویې څارنوالۍ ته امر وکړ.

لویې څارنوالۍ له یوې میاشتې راهیسې د عینو مېنې په هکله څېړنې پیل کړي؛ خو د سیاسي موضوعاتو له مخې خپله څېړنه نه رسنیزه کوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، د عینو مېنې مسئلې د څېړنو لپاره پلاوی ټاکل شوی او د یوې میاشتې پخوا یې خپله څېړنه بشپړه کړې ده.

د عینو مېني د ښارګوټي د څېړنې امر داسې مهال ورکول کېږي، چې مخکېني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کسان د لویې جرګې د رابللو هڅې کوي او د اوسني ګډ حکومت پرځای د لنډ مهالې ادارې غوښتونکي دي.

کرزي په ښکاره د لویې جرګې د رابللو سره کومه همغږي نه ده ښودلې؛ خو ویل کېږي په ولایتونو او پلازمېنه کابل کې د کرزي پلویان د لویې جرګې غوښتونکي دي.

حامد کرزي ته نږدې کسان وايي، ولسمشر غني غواړي د عینو مېنې موضوع پر کرزي د سیاسي فشار په توګه وکاروي ، چې د لویې جرګې د رابللو څخه ډډه وکړي.

عینو مېنه په کندهار کې عصري ښارګوټی دی، چې چارې یې لس کاله مخکې پیل شوي او د بېلابېلو ولایتونو سلګونه پانګوالو پکې پانګونه کړې ده.

په ۲۰۱۱ز کال کې هم د عینو مېنې د موضوع څېړنه شوې وه؛ خو پایلې یې تراوسه معلومې نه شوې.

د کندهار ځايي خلک وايي، د عینو مېنې د ښارګوټي ځمکه د دفاع وزارت اړوند دولتي ځمکه ده؛ خو مخکېني ولسمشر کرزي دولتي ځمکه سوداګرو ته ورکړې ده.

مخکېني ولسمشر تراوسه د عینو مېنې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې په ښکاره د لویې جرګې د رابللو هرکلی کړی دی.

محمود کرزی د عینو مېنې ښارګوټي کې مهم ونډه لرونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Mr. Karzi, How much you paid for the land of Ainu Mina, and to who?
Have you paid Taxes for the money you made on the sale of properties and are you paying taxes each year.
You know, in other countries every person make income money shall pay taxes, in some European countries some people pay 40% taxes on their income and in US income tax is 35%.
Finally, If you mess up with Mr. Ghani you are putting your self in trouble.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x