ټولنیزه برخه

د عزتمنو ملاتړی

د اموي خلیفه سلیمان بن عبدالملک په زمانه کې د خزیمه بن بشر په نوم د بنو اسد دقبیلې یو ډیر شتمن سړی و، دی په خلکو کې په ډیر سخي، دروند، عزتمن، غیرتي او د خوارانو او بې وزلو په خواخوږي سره مشهور و، دالله به داسي ورته خوښه وه یو وخت یې هرڅه له لاسه ووتل او په اخیره درجه فقیر شو، په دې وخت کې ملګرو او خپلوانو هم ورته شا کړه، ده په ځان پسي دخپل کور دروازه وتړله او دالله په عبادت او بندګي بوخت شو.

په دې وخت کې په همدې سیمه کې ( دسوريې شمال ته الجزیره) د عکرمه په نوم یو کس والي و عکرمه هم ډیر سخي او د خیر سړی و، یوه شپه عکرمه له خپلو ملګرو سره ناست و په مجلس کې د خزیمه بن بشر یادونه وشوه او خلکو یې د ښه سړیتوب او سخا خبرې وکړې او دا چې اوس ډیر مسکین شوی دی.

والي عکرمه د ده په مسکنت ډیر خپه شو کله چې شپه شوه خپلې خزانې ته ورغی په یوه کڅوړه کې یې څلور زره دینار واچول او له خپل کور نه پټ ووت، د خزیمه کور ته ورغی دروازه یې وټکوله او هغه ورته راووت، هغه ته یې له دینارو ډکه کڅوړه ورکړه او ورته ويې ویل: په دې خپل کار وچلوه، د بیرته ستنیدلو اراده یې چې وکړه خزیمه ونیو او ورته کړه یې چې ته څوک یې نوم به راښيې؟ هغه انکار وکړاخر یې د خزیمه له ډیر ټینګار وروسته ورته وویل: زه د عزتمنو ملاتړی یم.

خزیمه چې بیرته کورته ستون شو ښځه یې ورته په غوسه وه چې په دې نیمه شپه چرته وتلی وې، هغه کیسه ورته وکړه. سبا خزیمه د خپل ژوند په برابرولو پیل وکړ او له هغه وروسته د مشق ته د خلیفه سیلمان بن عبدالملک لیدلو ته روان شو، هغه ته ورغی او له هغه سره په مجلس کې یې د خپل ژوند دانقلاب کیسه هم ورته وکړه چې داسي فقیر شوم او هیڅ مي نلرل اخر یوه شپه یو سړی راغی څلور سوه دیناره یې راکړل او دخپل نوم له راښودلو یې انکار وکړ ایله دومره یې راته وویل چې هغه د عزتمنو ملاتړی دی. په دې سره سلیمان د هغې سیمې والي عکرمه ته په غوسه شو چې ولي یې دخزیمه د حال پوښتنه نده کړې او ولي یې له هغه سره مرسته نده کړې، سمدستي يې عکرمه عزل کړ او د هغه په ځای يې خزیمه بن بشر والي وټاکه!!.

کله چې خزیمه بیرته خپل وطن ته ستون شو(خزیمه ندی خبر چې عکرمه د عزتمنو ملاتړی دی) له عکرمه نه یې ولایت تسلیم کړ د تسلیمي په مهال په خزانه کې څلور زره دیناره کم شوو، له عکرمه نه یې پوښتنه وکړه چې دا څلور زره دیناره مو څه کړي دي هغه بېځوابه شو او هیڅ یې ونه ویل. خزیمه امر وکړ چې بندي یې کړئ او عکرمه یې بندي کړ، عکرمه یوه میاشت په بندیخانه کې پاته شو، میاشت وروسته د عکرمه میرمنې خپلې مینځې ته یو کوچنی لیک ورکړ او نوي امیر خزیمه ته یې ولیکل چې زما میړه عکرمه د عزتمنو ملاتړی دی خزیمه چې لیک ولوست په منډه له خپلو ملګرو سره بندیخانې ته ورغی، د عکرمه دسر په ښکلولو یې پیل وکړ، او په ژړا ژړا یې هغه ته خپل عذرونه ویل، هغه یې له بندیخانې خلاص کړ او زیات عزت او درنښت یې ورکړ، په سبا کې خزیمه دمشق ته د تګ اراده وکړه او عکرمه یې هم له ځانه سره ملګری کړ.

خزیمه او عکرمه چې خلیفه ته ورغلل له هغه سره په مجلس کې یې د عکرمه پر ولیو لاس کېښود او خلیفه ته یې وویل چې دا سړی د عزتمنو ملاتړی دی، خلیفه سلیمان حیران پاته شو او له خوشالي یې مخ روڼ او په ځلاشو د خزیمه او عکرمه دواړو اړتیاوې یې پوره کړې، او عکرمه یې د ارمینيې او اذربایجان والي وټاکه او دایې هم ورته وویل چې د خزیمه کار ستا په لاس کې ده که یې د الجزیرې له ولایت نه لرې کوي او که یې په خپل حال پریږدې، عکرمه خزیمه په خپل ځای والي پرېښود او دواړه ټول ژوند دیوه بل خواږه ملګرې پاته شوو.

دا خلک د ملګرتیا، اشنايي او ښه سړیتوب په تقدس او سپیڅلیتا پوهیدل او د هغې دپالنې له پاره آن له واک او قدرت نه تیریدلو ته هم تیار وو، زموږ په څیر خلکو نه چې د ملګري، ګاونډي او مسلمان ورور سراو پښې او عزت او ناموس خوندي پاته شي دعا دي کوي. دنن سبا ملګرتیا او اشنایې د ټولنیزو ویب سایټونو په څیر په یوه کلیک جوړه او بیرته په یوه کلیک ړنګیدلی او آن یو بل بلوک کیدلی هم شي. او زموږ افغانان خو لکه په دې ویب سایټونو کې د ملګرتیا په مزي له سره تړلو روسته د یوه بل ترټل او ښکنځل اسانه او ساده کار ګڼي. داراز په واقعي ژوند کې هم تر دې ښه ندي، موږ لیدلي او وینويې چې ملګرې دخپل ملګري ګریوان ته لاس غځولی، یوه ګاونډي بل ترټلی او زورولی دی، تربرونه او نږدې خپلوان خو هر وخت دیوه بل په مریو غریږي آن د مدرسو، لیسو او پوهنتونونو استادان دوه یې په لاره سم نشي سره تللی، په یوه بل تهمتونه او دیوه بل غیبتونه د دوی ترمنځ ورځنۍ کیسې او پیښې دي. نسئل الله الستر والسلامه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x