نظــر

دا بیا بېل افغانستان دی ؟!!!

ابو حمزه جوزجاني

له نړۍ وال دود سره سم هر هیواد ځانګړې جغرافیه ، حدود او سرحدات لري چې په اتلسونه ، نقشو ، ګوګل ارت او نورو ورته شیانو کې يې کتلای شئ.

خو افغانستان بیا دلته د نړۍ تر دائرې ډېر وتلی هيواد بللی سو او هغه داسي:

په افغانستان کې چې کومي سيمي د ګډ حکومت تر ولکې لاندي دي هغه افغانستان باله شي ، د ګډ حکومت تر لاس لاندي د افغانستان استوګن بیا دوو ډلو ته وېشل کيږي ، لومړی هغه چې له دولت سره کار کوي او دوهم هغه چې د دولت سره له کار کوولو یې ځان ګوښه کړی او عادي ژوند يې اختيار کړی.

له دوهمي ډلي سره د مور او ميرې چلند کيږي ، د خلګو اولادونه تر اختطاف وروسته د بډو په بدل کې خوشي کيږي کنه زنداني او يا هم وژل کيږي.

بل هغه سيمي دي چې د ګډ حکومت له ولکې وتلي دي ، د نړيوالو په وينا دا سيمه د افغانستان ۷۰ سلنه تشکیلوي خو ګډ حکومت دا سيمه افغانستان نه بولي او دا ځکه چې د دوی په اصطلاح د دې سيمي استوګن مباح الدم (سر يې چټ مال يې ليلام ) والا باله شي ، ښځي ، ماشومان ، هلکان ، متعلمين ، سپين ږيري ، ځوانان ، عالمان ، امامان ، قومي سپين روبي او نور په داسي حالت کې را ګیر دي چې نه يې سر او نه يې هم مال او ابرو د ګډو ځواکونو څخه خوندي ده.

د ګډو ځواکونو پر هر ډول بې رحمانه کړونو پرده اچوونکي رسنۍ بیا هم د مادياتو په بدل کې افغانیت ، انسانيت ، اسلاميت ، رسنیز اصول او ورته نور حقوق تر پښو لاندي کوي ، د کافرانو او د هغوی د غلامانو هر کړني ته د حق په عینکو کې ګوري خو د هيڅ مظلوم افغان اه او فریاد ته انعکاس نه ورکوي.

د ګډو ځواکونو ظلمونو ته جواز ورکوونکي رسنۍ يو اړخ او دا نني مدني مفعولان بیا بل اړخ تشکيلوي ، دوی د هيڅ مظلوم فریاد نه اورې ، که ظلم تر لمر هم روښانه شي خو د دې شبکوره خلګو سترګي لکه د چوپرک نه پر رڼيږي ، نه يې غوږونه اورېدل کوي ، نه يې عقل د حق او باطل تشیخص کوي او نه هم دا د ړانده کفر ړانده پيدا وار څه ويني.

وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x