
پکتیا: د والي پر ضد سلګونو تنو لاريون کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پکتیا ولایت سلګونو اوسېدونکو د دې ولایت د والي پر ضد لاریون کړی او د کابل – خوست لویه لار يې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
لاريون کوونکي وایي، والي يې خپلې شخصي ځمکې چې ودان کورونه يې پکې لرل، د دولتي ځمکو په پلمه وران کړي دي.
د پکتیا والي شیمم خان کټوازي د ګردېز اړوند بنوزیو سیمه کې د خلکو کورونه د ښارګوټي د پلان د تطبیق لپاره ونړول.
کټوازی وايي، دا ځمکې په دولت پورې تړلي دي، چې خلکو د تېرو ادارو له کمزورۍ نه په ګټې لاندې کړې دي.
لاريون کوونکي د پکتیا چارواکي ملامتوي، وايي د ځمکو د شخصي ملکیت د دعوې لپاره لیکلې قبالې په لاس کې لري.
دوی ګواښ کړی، چې که يې ستونزه وانه ورېدل شي، د کابل – خوست لویه لار به تړلې وساتي.
لاریون کوونکي د پکتیا د والي او ښاروال پر ضد شعارونه ورکوي او دوی د خلکو پر وړاندې په «ظلم ملامتوي.»
شمیم خان کټوازی، چې وړاندې تر دې يې مدیریتي تجربه نه ده لرلې، د شخصي اړیکو له امله د پکتیا ولایت والي ټاکل شوی، چې اوسېدونکي يې ترې خوښ نه دي.
د پکتیا ولس وايي، د والي د کمزوري مدیریت له امله وسلهوال مخالفین ان، د قومندانۍ زړه ته ننوتل او د امنیه قومندان په ګډون يې ګڼ پوځي منسوبين ووژل.