نظــر

په ټاکنو ، ازموینو او هر څه کی درغلی ده ؟؟؟

بسم الله الرحمن الرحیم
د حیرانتیا وړ ، هری ساحی ته چه ننوزی ، هلته فتنه ،  هلته فساد ، هلته فریب  ،  درغلی ،  دروغ ،  خویش خوری او هلته خیانت او وحشت دی. نو مونږ د دی فاسدی اداری او وحشی یرغلګرو شتون ته د دوی د دی ټولو ناخوالو او درغلیو کولو اړه ده ؟؟؟  او که د دی اړه ده چه له دوی غیره  دسولی او هوساینی ارام او د عزت  ژوند ولرو ؟؟؟  مونږ ته د دی اړه ده چه د دوی په مقابل کی ملی پاڅون او تر اخری کچی وجنګیږو او که د دوی په شتون ټینګار او د دوی سره د لا غلامی تړون لاسلیک کړو ؟؟؟  او که د دوی وحشت او درغلیو ته د عدالت او خدمت رنګ ورکړو ؟؟؟

 د دی سره سره بیا هم داسی فاسد ، درغلی ، دروغجن ، خبیث او بی کفایته وزیران ، والیان ، جنرالان ، ریسان او قاضیان زمونږ اداره چیان دی ، زمونږ اردو او پولیس  زمونږ خلک ، زمونږ خاوره او زمونږ خپلواکی  ساتی اوکه  دغه غلامه ،بی کفایته او فاسده اداره د ملت له منګولو او څپیړو ساتی؟ 

کومو ته چه  دوی کله  دهشت ګر ، کله مخالفین ، کله دوستان ، کله  جاسوسان او کله یی بیا ورونه او د دی هیواد خواخوږی بولی، هر  چارواکی ته  په ډالری معاشونو سربیره د عصری او قیمتی دریشیو ، بوتونو او مرمی ضد ګآړو  دسترخانونه هم  هدیه کیږی هیواد دننه او باندی بیلا بیلی میلونری بنګلی یی جوړی کړی تر څو د خلکو په نظر کی رښتینی لوړ پوړی  ښکاره شی.

دا ټول او داسی نور ولی ، د چا له خوا او د څه د پاره دی ؟

 څوک شته چه ماته داپوشتنی ځواب کړی ، دا خو ډيری سختی پوشتنی هم نه دی . زه باور لرم  د دی پوښتنو ځواب د افغانستان د کانکور سوالونه هم  نه دی چه د یو قوم او یا د یو چارواکی د خپلوانو او قومیانو په واک کی به وی ا و دنورو عامو سره به نه وی ، زه باورلرم چه دی پوښتنو ته حتی زما په شان لیونی هم ځواب ویلی شی ، دا کارونه ټول د اشغلګرو کاردی او د اشغلګرو د اوږد مهاله او لنډ مهالو پلانونو مهمه برخه تشکیلوی، اشغلګر پټ پناه نه دی راغلی دا اداره اشغلګرو  په زوره په مونږ تپلی،  دیارلس کلونه تیر شول چه د دغه  زهری ونی  ګنده میوه خورو ، د  پورتنو څو پوشتنو ځواب به زه درته  ووایم چه تر ټولو کم عقل ځکه یم چه د اشغلګرو د اشغال او استعمار په خلاف می اواز پورته کړی

لمړی پوښتنه : زمونږ په مظلوم اومجاهد اولس دا ناخوالی ولی کیږی؟

د نړی استثمارګر چه په راست کی یی اول یهودان او بیا صلیبیان قرار لری چه  د هری زمانی او هر هیواد د شرایطو او ټولنیز جوړښتونو له مخی د مظلوم بشریت د استثمارولو د پاره بیلا بیلی فتنی او منظم پلانونه رامنځته کوی تر دی چه په دی اخری څو پیړیو کی د نړیوال استثماری حکومت رامنځته کولو یا د ټولی نړی د تسخیر یا په زمکه کی د خدایی دعوی پروژه په مخکی لری چه تر ډیری کچی لاسته راوړنی هم لری یعنی د ټولی نړی سیاسی قدرت یی ترلاسه کړی اوسنی جنګ یی یواځی د فعالو ګروپونو سره دی چه د دوی خدایی ته سجده نه کوی کوم چه په افغانستان یا عراق کی یی نښی نښانی تر سترګو کیدلی ، په ځانګړی ډول زمونږ هیواد کی د لاندی دلایلو له مخی خپلی اخرنی او جدی هڅی او وسی په کار اچولی چه که دلته یی بریاوی تر لاسه کړی نوره نړی یی مهار کړی ده :

۱ـــ  زمونږ د هیواد سوق الجیشی اهمیت  :

یعنی د دی ملک جغرافیاوی موقعیت چه د اسیا زړه ورته هم ویل کیږی.

۲ ـــ زمونږ د هیواد د معدنیاتو طبیعی ذخیرو لرلو اهمیت :

د دی هیواد د زمکی لاندی او باندی  ټولی قیمتی ذخیری په خپل حال پریمانه  او لاس ناوهل شوی پاتی دی او که کومه  شخصی ناوړه ګټه تری اخستل شوی هم په غیر مسلکی ډول او له ډيری کمی برخی یی استفاده شوی او هم له دی ځایه د مرکزی اسیا هیوادونو  ټولو طبیعی ذخیرو ته رسیدګی کولی شی   له دغه ځایه ټول اسیایی هیوادونه د ترصد ، کنترول او څارنی لاندی نیولی شی .

۳  ـــ  سیاسی رقابت مخی زمونږ د هیواد اهمیت  :

د لویدیز استعمار چه د نړیوال استعمار په صدر کی قرار لری  رقیبان یی د چین او روسی هیوادونه دی په ځانګړی ډول د مرکزی اسیا د هیوادونو دزمکی لاندی او باندی ذخیرو او دهغو سره د تجارتی اړیکو سره د نه لرلو د پاره د لویدیز استعمار د پاره زمونږ هیواد ښه مرکزی موقعیت لری چه خپل رقیبان په هر اړخیزه توګه مهار کړی شی .

۴ ـــ  زمونږ د افغانو زړورتیا او غیرت :

زمونږ هیواد د ننګیالو هیواد دی تل یی استعماری قوتونو ته د سرپه کوپړیو کی اوبه ورکړی څه وخت مخکی د انګریزانو د قدرت مړی دلته خخ شول ، پرون د روسانو جنازه پورته شوه او نن صبا به انشالله  د نړیوال استعمار فاتحه خوانی پکی ترسره کیږی یعنی زمونږ دغه دمادی وسایلو له مخی کمزوری هیواد ( ولی د ایمان په وسله قوی هیواد )  د نړی  د لویو طاقتونو هدیره هیواد جوړ شوی دوی فکر کوی چه ددی هیواد په مهارولو به ټول مظلوم بشریت تسخیرول وی.

۵ ـــ زمونږ د خلکو د اسلامی نظام سره مینه او محبت :

تر ټولو ډیر مهم د دی هیواد خلکو اسلام  په ژوره کچه او له زړه نه  منلی څوک چه یوڅه په زور ومنی هغه زور په اوږو وی د اوږو بار  ورځ نه یوه ورځ غورځیدلی شی ولی هغه څه چه په زړه منل شوی هغی ته عشق وایی د عشق منل په زور نه لیری کیږی هغه مینه به تر هغی وی چه هغه زړه په هغه بدن کی وی ، د دی هیواد ټول خلک مسلمانان او اکثریت یی صادقه او او د اوچت ایمان خاوندان دی که څه هم په دی تیرو ۴۰ کلونو کی نړیوال استعمار د ګنده الحادی ایزمونو په واسطه ځینی لا وباله ، بی هویته او بی وجدانه خلک له ځانه او اسلامه واړول او او بیا یی چارواکی کړل په زور یی په خلکو تپلی دی مګر قاطع اکثریت تری کرکه لری او یوه ورځ به له دغه ناروغی انشالله ځان ژغوری . دغه زړور افغانان  د خپل پوره ایمان او مورال په لرلو کله هم نه غواړی چه د الهی  اسلامی نظام د دموکراسی په شیطانی نظام  بدل کړی  په دی لیار کی هر ډول قربانیو ته اماده ګی لری هر کس یی سرتیری دی  . په هیڅ بیه حاضر نه دی چه نړیوال شیطانی قوتونه ورباندی د دیموکراسی شیطانی نظام حاکم کړی.

د نړیوال حکومت  یا د مظلوم بشریت د تسخیرولو د پروژی په مقابل کی دا یواځنی هیواد پاتی دی چه د نړیوال حکومت خدای منلو څخه سرغړونه کوی همدا یی سزا ده  که خدای ناخواسته زمونږ خلک د دوی خدای ته  د بندګی او غلامی سرونه ټیټ کړی د هغو دشمنی زمونږ سره ختمه او د اوسنی جنګ  دا ستونزه حل شوی ده.

دوهمه پوښتنه  : دا ناخوالی او دا وحشت د چا له خوا تر سره کیږی؟

د نړیوال اشغلګرو یا نړیوال استعمار ، نړیوالی مافیه او یا نړیوال دهشت ګرو له خوا . اشغلګر څوک دی ولی د مظلوم بشریت د اشغالولو د پاره له د بشری ژوند له پیل څخه  یی دی ته کار ویلی دی د هر ډول فتنو ، دروغو ، درغلیو ، چالاکیو ،  دسیسو او فریب کاریو څخه کار اخلی ؟

 دا ډیر لوی بحث دی کتابونه او کتابخانی به پری ډکی شی داسی کتابونه چه نه یی چاته دلیکلو ، نشرولو حق او نه  یی د ویلو حق څوک لری له  د غه ډول کتابونو د تشناب کاغذونه جوړوی . څوک یی دلیکلو او ویلو حق نه لری او ویونکو ته یی په بیلا بیلو وسیلو اشرار ، دهشت ګر ، وحشی او د تمدن خلاف ویل کیږی هغوی دتعقیب ، څارنو ، توقیف او شکنجو لاندی اویا وژل کیږی او د بیلابیلو اقتصادی ستونزو سره مخ کیږی ، لیونی تری جوړیږی د هغو ی د پاره اخری فیصله مرګ او یا  سنګر دی .

اشغالګر هغه نړیوال استثمارګر  ، بین المللی مافیه او دهشت ګر دی ( د ماسونیزم )په نوم نړیوال ګوند لری چه غړی یی دنړی لوی لوی سرمایداران او سیاست مداران شیطانان تشکیلوی  چه اکثره یی یهودان او یا دیهودانو د ګټو ساتونکی دی ) یعنی له نړیوال مجرمینو نړیوال قاضیان چوړ شوی ، له نړیوالو غلو  مصلحین ، له درنده حیواناتو او وحشیانو د نړیوالی سولی او د بشری حقوقو  ، د مظلوم بشریت د مالونو او ځانونو ساتونکی او زغورونکی  جوړ شوی .هم مو مادیات لوټ  او هم مو معنویات ته سپکاوی کوی. له مونږ څخه د ځانونو په شان وحشیان جوړوی.

دریمه پوشتنه : دا ناخوالی د څه د پاره ترسره کیږی ؟

د دی پوښتنی ځواب تریوی کچی ویل شوی هم دی ، څوک چه د څه بزنس جوړوی ، سرمایه ګذاری کوی د څه لاسته راوړنو هیلی هم تری لری  او هغه هماغه د دوی د نړیوال حکومت رامنځته کول ، په زمکه کی د خدایی دعوی کول ، د ټول مظلوم بشریت تسخیرول ،  غلامول او استثمارول دی او د دی استثمار د مخکی بیولو د پاره فساد او وینی تویول یوآځنی لیار ده  د دی امله هر ډول فسادونه ، بی ګناه وینی تویول او هر ډول وحشت رامنځته کوی د اسلام او مسلمانانو سره یی دشمنی په همدی ځای کی پیل کیږی چه اسلام د سولی دین دی او دوی جنګ غواړی ، جنګ او سوله سره یوځای ژوند نه شی کولی .

 دغه اوسنی فاسده اداره جوړول د دوی غلطی نه ، بلکه د دوی غوښتنه او د استمثاری پلانونو یوه برخه ده ، ددغه طبقاتی ټولنی رامنځته کول د دوی د غلامولو او استثمارولو د پاره  یوه تاکتیکی اغیزمنده او له شیطانی بریاوو ډکه لیار ده ، د دوی دا ګډوډی  او انارشیزم تصادفی او د دوی له کم عقلی نه بلکه د دوی له استثماری شیطانی پلانونو او شیطانی هوښیاریو څخه سرچشمه نیسی.

 زما پوښتنه او څیړنه  بیا  دا ، چه مونږ له مارانو ، لړمانو ، شامارانو او پړانګانو د ا ګیله ولی و کړو او نه تری دا هیله ولرو چه دوی به دا ناخوالی مونږ ته راسمی کړی د  دوی له خوا خلق شوی  او رامنځته شوی ناخوالی  دوی په همدی ډول ساتی او حتی تر دی یی هم د زیاتولو هڅی لری  د دوی ګټی په ناخوالو،  جنګونو، وحشت او درغلیو کی دی.استعمار چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ، په دی وسیله  دوی مظلوم بشریت تل ورک ، سرګردانه ، حیران او ناخبره ساتی او حتی کله په اشغلګرو د خیر خواه او بشردوستانو خیال کوی .

 زما قهر، ګیله او ننواتی زمونږ له پلورل شوو رسنیو ، ژورنالستاانو او تش په نامه ژورنالستانو څخه ده ، چه دوی هم زمونږ د دغه فاسدی اداری برخه  او استعمار له خوا په دندو ګمارل شوی د دغه فاسدی اداری او د دغه دیموکراتیک استعمار په دستور او پلانونو د سوات او هلمند فاحشو  ګلمکیو او سپوږمیو څخه راته د میوند قهرمانی او وياړلی جوړوی او د قندهار بی وزلی پشتنی شاعری او مبارزی  خور مینی انتظار څخه راته بدکاره او فاحشه جوړوی ، د کرزی او اشرف غنی په شان پلورل شوو څخه راته احمد شاه بابا او میرویس  نیکه آو د ملی او اسلامی مقاومت له مشرانو څخه راته چنګیزخان ، هلاکو او یعقوب خان جوړوی کله پری د یوه او کله د بل  د جاسوسی ټاپی لګوی ، دا کار زمونږ ایزمی ژورنالستان ( چه ځانونو روشنفکران ګڼی) د همدغه وحشی دجالی اشغلګرو د مادی پیرزونو په مقابل کی ترسره کوی.

اصلی خبره هماغه د ټاکنو او کانکور دازموینو  په درغلی وه، چه یو ورور ورباندی په دعوت کی په همدی عنوان (  ټاکنو کی درغلی خو دکانکور په ازموینه کی هم درغلی ؟؟؟) لیکنه کړی وه ،د هغه ورور د لیکنی په تایید مونږ هم دی لیکنی ته مجبور شو  چه ولیکو  په دی اوسنی اشغال او اوسنی فاسدی او غلامی اداری په شتون کی هرچابیریال کی درغلی ده ، باید درغلی وی له خرو  خروه او له غوایانو غوایان پیدا کیږی د درغلیانو تولید درغلی ده او درغلی د اوسنی نړیوال استعمار د استثمار وسله او وسیله ده . 

ومن الله التوفیق

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x