افغانستان

ضعیف: افغانانو ته د امریکا حضور نور د زغم وړ نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، افغانانو ته د امریکا حضور نور د منلو نه دی.

د ملي محور ګوند، له لوري په کابل کې خبري ناستې ته ضعیف پخپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې د روانې جګړې د پای لپاره باید امریکا نور ځان له افغانستانه ور ټول کړي.

د ضعیف په خبره د امریکا نظامي حضور افغانانو ته د منلو نه دی، دا وقعیت دی، چې باید امریکا او نړۍ يې ومني.

د پخواني سفیر په خبره، په اقتصادي برخه کې د پروژو او پروګرامونو په ډول د امریکا مرستې د افغان ولس په ګټه دي؛ خو نظامي حضور ته يې باید د پای ټکی کېښودل شي.

په غونډه کې د ملي محور ګوند، مشر خوشال روهي وویل، د جګړې دواړه غاړې یو پر بل بې باوره دي، خو د جګړې د پای لپاره باید ملت هم ګامونه پورته کړي.

روهي وویل: «طالبان وېره لري که سولې ته غاړه کېږدي هسې نه بهرنیان عسکر ونه باسي او بېرته دوی وټکوي. حکومت وېره لري که د سولې په نوم بهرنیان و وځي هسې نه طالبان حکومت چپه او ټول واک لاس کې واخلي. د دې ستونزې د حل لپاره نړیوال، سیمه‌ییز او اسلامي کنفرانس تضمین ته اړتیا ده.»

په غونډه کې پر دې ټينګار وشو، چې روانه جګړه د افغان ملت لپاره ملا ماتوونکې ده، چې باید د پای لپاره يې ملت واک په لاس کې واخلي.

په غونډه کې د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم ورته څرګندونې وکړې، د هغه په خبره زموږ ټوله تکیه باید پر ملت وي « ځکه درد د ملت دی.»

دغه غونډه په داسې حال کې دایرېږي، چې تازه د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له روسيې نه د سولې په برخه کې مرسته غوښتې.

د شنونکو په باور له طالبانو سره د مخامخ اړيکي پر ځای نورو هېوادونو ته لاس غځول په لوی لاس مسئله اوږدول او هغوی ته امتیازات ورکول دي.

طالبانو پرله‌پسې بیانونو کې د امریکا حضور د جګړې د اوږدېدو علت بللی او ټینګار يې کړی، چې د یو بهرني تر موجودیته به هم جګړې ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x