ادبي لیکني

یو ماشوم طالب دنرخ د ولسوالۍ د مدرسې د وحشت کیسه کوي

لیکوال: امید “نوري”

ماخوستن ډوډۍ مو وخوړله استاد په مو پخپل غټ شاګرد غږ وکړ: قاري! ورشه آذان وکړه! چې جمه وکړو.

قاري جګ شو، آذان یې وکړ څو دقیقې وروسته موږ هم دجمې کولو لپاره جګ شوو، جمه وشوه، استاد مو لویه دعا وکړه، زیاته برخه یې دسولې دعا ته ځانګړې وه، له هر یوې بلې دعا وروسته به یې ویل، خدایه نور په مسلمانانو ورحمېږې، یا الله جل جلاله په افغانستان کې او بیا په ټوله نړۍ کې امن راولې، یا الله جل جلاله ته نور د مسلمانانو تر منځ وینې مه تویوې، له لویې دعا کولو څخه وروسته ده قرآنکریم را واخیسته، موږ له مسجد څخه ووتلو، خپلو اتاقو ته ننوتلو، له ملګرو سره مو له ځینو خبرو کولو وروسته خپل د څملاستلو بیسترې وغوړولې ، نهه بجې شاوخوا وو چې ویده شوی به وم، نه پوهېدم چې څومره خوب به مې کړی وو چې دملګرو غږونه مې واورېدل، خدایه خیر کړې لکه چې بیا چېرته چاپه ده، په ځای کې مې سم راکېناستم د طیارو اوازونه مې تر غوږو شول، وډار شوم، موږ ټول کم عمره شاګردان چې له ۷ اوو کلونو څخه تر ۱۵ پینځلسو کلو عمرونه به وو په یو اتاق کې وو له هغه عمر (۷-۱۵) څخه چې غټ وو هغه بل اتاق کې وو او دوه تنه دمدرسې استادان مو په بل اتاق کې وو.

هغوی هم دطیارو په شور راويښ شوي وو خو زموږ خوا ته نه راتلل خو کله چې زما او زما دځينو نورو ملګرو د ډار له وجې غږونه اوچت کړل زموږ استادان زموږ اتاق ته راغلل پوښتنه یې وکړه: ولې مو شور جوړ کړی دی؟

ما ورته وویل: قاري صیب! زه ډارېږم امریکایان دلته رانشي؛ زما دڅنګ ملګري هم زما خبر وکړه، قاري صیب (زموږ استاد) راته وویل: نه بې عقلو هغوی په خالي سلا خلکو کار نلري او بیا موږ او تاسو خو دمدرسې خلک یو موږ او تاسو باندې خو بیخي کار نلري که درلودلی یې؟ بیا خو کابل کې هم ډېرې مدرسې دي، تر دې ځایه یې بیا ځان نه را په عذاباوه، اول یې هغوی سره کار درلود، زموږ استاد موږ ته ډاډ راکاوه چې د ډزو غږ شو، استاد وویل: ومو لیدل چې چاپه بل چېرته ده، دهغوی مسلح طالبانو سره کار دی، څو شېبې وروسته د تیارو د بمبار اواز شو، ډېر بد غږ وو، موږ ته نیږدې د طالبانو مرکز وو استاد مو ویل چې: په همغه مرکز یې چاپه اچولې، موږ هم پوهېدو ځکه چې د ډزو اواز موږ ته ډېر نیږدې وو.

یو سات زموږ همدا حال وو موږ ډارېدو او استاد راته ډاډ ګیرنه راکوله خو له ساعت څخه وروسته زموږ ډار هم بې ځایه نه وو…

د بام په سر مو دبوټو او عسکرو اوازونه واورېدل، ما غوښتل چیغې کړم خو استاد مې خوله رابنده کړه ویل یې: چپ شه دلته نه راځي که راهم شي؟ موږ سره کار نلري صرف یوه پوښتنه او تلاشي به وکړي.

موږ په همدې خبرو کې چې دروازه په لغته ووهل شوه یو لوړ غږ وشو ټول پړ مخې څملئ، د ډز کولو کوښښ ونکړئ.

موږ هم ددوی په وینا څملاستلو، هر څه مې له زهن څخه ووتل، حتا چیغه مې هم نشوای کولای، دمنډو اوازونه مې ترغوږو کېدل خو پورته مې نشوای کتلی ځکه یو ځل زما دڅنګ ملګري پورته وکتل هغه یې په سر په ټوپک وواهه، هغه چیغه کړه بیا یې ورته وویل: اواز دې ونه باسې لوده.

په سترګو مې رڼا لګېدله، یوه په لوړ اواز وویل: راجګ کړئ دغټ مور د… ترېنه راجګ کړئ.

له دې اواز څخه وروسته یې زموږ استاد ډېر سخت وواهه او پرلپسې کنځل یې ورته کول.. موردګاوه ته دلته انتحاریان روزې ته نه شرمېږې… په پردیو اولادونو دې زړه نه خوږېږي…

زموږ استاد به ورته قسم وکړ: قسم دی که دلته انتحاریان وي، په خدای که ما پخپل ژوند انتحاري لیدلی وي، دا ټول ماشومان دي.. دا د مدرسې شاګردان دي خو هغوی به ورته ویل: قسم څه شی وي؟ خدای څوک دی؟ نارې کړه اوس پاکستان ته چې تا له موږ څخه خلاص کړي!

قاري صیب به ورته ویل: زه پاکستانیان نه پېژنم، زه دمدرسې استاد یم، زه نظامي طالب نه یم. خو هغوی به بیا وواهه… کنځا به یې ورته وکړې…: موردګاوه! ته یې غټه وې، ته یې روزې، یو څو کاله پس بیا همدا طالبان جوړېږي او وطن ورانوي.

موږ هماغسې پراته وو له نورو اتاقو څخه هم دچیغو او وهلو اوازونه راتلل چې یو چا غږ وکړ: غټان یې له وړو څخه بېل کړئ.

بیا یې موږ راجګ کړو زموږ استاد یې په همغه اتاق کې پرېښود، دوه له موږ څخه لږ غټ شاګردان یې هم په وهلو وهلو همدې اتاق ته راوستل، عسکرو کنځا کولې او قاریانو ته به یې ویل: څوک به مو له موږ څخه خلاصوي. هغوی چې به ورته وویل: خدای جل جلاله به مو له تاسو خلاصوي. نو دوی (عسکرو) به وخندل او وبه ویل: نارې کړئ خدای ته مو چې رانه خلاص مو کړي.

یو چاغ عسکر راغی نورو ورڅخه پوښتنه وکړه: قوماندان صیب دوی سره څه کوو؟ هغه وخندل او ویې ویل: ولې دا مو څه د ادې زامن دي… مهمانۍ ته یې راسره بیایو؟

یوه عسکر په غوصه وویل: لرې شئ زه یې په حساب پوهېږم له دې غږ سره ډزې شوې.. څو شېبې وروسته له بل اتاق څخه هم د ډزو اواز راغی، نور يې موږ له مدرسې راوویستلو…

او یوه کور ته یې دننه کړو، سهار پنځه بجې وې چې کور ته راغلم، سخت ډارشوی وم، یخ مې هم ډېر شوی وو، مور مې را تر غاړې وتله، ډېر یې راته وژړل، راته ویې ویل: بچیه ته ژوندی یې؟

کوټې ته یې ننوېستلم تود شوم او وروسته خوب راباندې راغلی وو کله چې راویښ شوم زموږ د کور خلکو چای څښلو زه هم جګ شوم مخ اولاس مې پرې مینځل چای مې وڅښلو او کلي ته راووتلم.

کلیوالو رانه دپېښې په اړه معلومات غوښتل، ټوله کیسه مې ورته وکړه خو له مرګ څخه دچا نه وم خبر… څو شېبې وروسته خبر شوم چې زما دواړه استادان او ۱۰ لس دمدرسې شاګردان یې شهیدان کړي وو هغوی یې دېوال ته درولي وو او بیا یې ویشتلي وو..

او دیارلس کسه نور طالبان یې زموږ له مدرسې څخه لږ لرې پخپل مرکز کې ویشتلي وو.

پوښتنه: دولت خو تل پر طالبانو تور پورې کوي چې دوی صحرایي محکمې کوي نو دولت یا کمانډو دشپې یوه یا دولس بجې دا محکمه څنګه وکړه چې دمدرسې دیارلس بې ګناه ځوانان یې شهیدان کړل؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

خدای زموژ پہ دغوحکمرانو لعنت اوغضب وکڑی سی دا اس می دہ یوہ طالب خبرہ واوری دی الله ج ج دہ پہ دغومرتدینوباندی قہراوغضب وکڑی امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین

سید صفی الله (هاشمی)

غربیان په فوزی جګړه کی ناکام دي خو په فکری جکړه کی څه ناڅه کامیا ب شوي . زمونږ افغانانو څخه هم یهودان جوړشوی دي.

الجاج استاذ بیانزی

زما نظر بیا د غریبانو د اصطلاح په اړه بل څه دی . په قران عظلیم الشان کی هم د قبلی په اړه فرمایی ژباړه یی ده چه شرق او غرب ته مخ اړول مهم نه دی مهمه داده چه الله ح ته عبادت وشی او په زمکه کی ټولی چاری دالله ج په اصولو تر سره شی او هر څه د الله ج په مالکیت کی وشمیرل شی. دغه مبارک ایت د غریبانو اوشرقیانو د پاره هم راځی ، او هغه داچه : غرب او شرق مور او پلار نه دی چه شرق کی به ټول د شرقی او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x