د کورنیو چارو وزارت: خپاره شوي مکتوب کې املايي تېروتنه شوې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): کورنیو چارو وزارت وايي، د عامه نظم د قومندانۍ په چوکاټ کې د جوړېدونکې قطعې اړوند په صادر شوي مکتوب کې املايي تېروتنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک وايي، په دې وزارت کې هېڅ تبعیض او تعصب نه ترسره کېږي.

تېره اوونۍ خواله رسنيو کې د هغه مکتوب تصویر خپور شو، چې د عامه نظم د قومندان عبدالفتاح فروغ په امضا پکې د پنځه سوه کسیزې قطعې جوړېدو لپار د تاجکانو د نه نیولو امر شوی و.

خواله رسنیو کې دا مکتوب تبعیضي وبلل شو او د کورنیو چارو وزارت د یو خاص قوم پر وړاندې پر تعصب تورن شو.

ویس احمد برمک وايي، د دوی هدف دا نه و، چې کوم قوم باید له دې قطعې نه په زور مستثنی وبلل شي، بلکې د لیک املايي تېروتنې ستونزه رامنځته کړه.

هغه ومنله، چې پوځي لیکو کې د تاجکو ډېرښت د دې سبب شو، په دې قطعه کې باید ونه نیول شي.

ویس برمک تېر ماښام خبریالانو ته وویل: «که دا په وضاحت لیکل شوی وی، داسې به‌یې لیکل چې د قومي ترکیب د تناسب پر اساس، د تاجک قوم خلک دلته شته، نو د نورو قومونو خلک باید جذب شي چې فیصدي د ټولو متعادله او عادلانه وي.»

یاده دې وي د همدې مکتوب د صدورله امله د عبدالفتاح فروغ په ګډون د هغه د رییس ارکان دنده هم ځنډول شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د