افغانستان

مشرانو جرګې پر مخابراتو لس سلنه مالیه تایید کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د تېرې تلې میاشتې پر ۱۹مه ولسي جرګې د رایو په اکثریت پر مخابراتي کریډیټ کارټونو لس سلنه مالیه رد کړه؛ خو نن د مشرانو جرګې بېرته تایید کړه.

د مشرانو جرګې د اړیکو او مخابراتو کمېسیون غړي رحیم حسنیار وویل، پر مخابراتي کریډیټ کارتونو په ټوله نړۍ کې مالیه وضع شوې او که چېرې دغه مالیه رد شي حکومت د بودیجې له کسر سره مخامخ کېږي.

د مشرانو جرګې ډېری غړو ومنله، چې د حکومت له لوري پر مخابراتي کریډیټ کارټونو مالیه ډېره د څو کسانو جېبونو ته ځي او په دې برخه کې یې پر شته فساد اعتراف وکړ.

د مشرانو جرګې غړي صالح محمد لالاګل وویل، پر مخابراتي کریډیټ کارټونو مالیه د دولت د خزانې پرځای د څو کسانو جېبونو ته ځي، چې خلکو ته یې ګټه نه رسېږي.

ده د مخابراتو او مالیې وزارت څخه وغوښتل، چې د مخابراتي کریډیټ کارټونو په برخه کې دې شوی فساد وڅېړي او دغه چاره دې شفافه کړي.

د دې جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي هم د کریډیټ کارټونو په برخه کې د فساد یادونه وکړه.

د ۱۳۹۴د تلې له لومړۍ نېټې د تېرې لړم میاشتې پورې د مخابراتو له درکه ۱۹ میلیارده افغانۍ ټولې شوې، چې ۳ میلیارده افغانۍ یې د دولت خزانې ته ورغلي او پاتې ۱۶میلیارده افغانۍ ورکې دي.

تېره اوونۍ د مالیې وزیر اکلیل حکیمي له ولسي جرګې غوښتي وو، چې پر مخابراتي کریډیټ کارټونو لس سلنه مالیې د رد حکم بېرته واخلي او دولت دې د بودیجې له کسر سره نه مخامخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x