شعـــــرونه

غزل: حمد الله حلمیار

ماتیدي ځکه ما توبې پسې توبـــه کولـــه
له ګناه وروسته به مي خدای ته سجده کوله

ته چي اوس وایی زه دي (یاره!) هیرولی نشم
خــــوزما زړه به داخــــبره همیــشه کوله

یوه پردیس اشنا په کړسند خندا غیږه راکړه
چاودلو شونډو یي دستړي ژوند کیسه کوله

دا بي ارمانه بيجانانه بي درمانه شـــپي
دتیریدو نه وي خـــو ما به ګوزاره کوله

خلګ خو نه وو ګــرم چي ماتې لیونی ویل
له خپل بخته ما وخلګـــو ته ګیله کــوله

زما وخولي ته به ناڅاپه اسویــلي راغلو
ماچي به کله دملګرو مخه ښه کـــوله

حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x