د اسهال/نس ناستې ناروغۍ مخنیوی په دغو خوړو سره وکړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د Medical News Today په یو خپور شوي راپور کې هغه خواړه ښودلی شوي کوم چې د اسهال/نس ناستې پر وخت د ناروغ لپاره ګټور دي.

دغه خواړه به د ناروغ سره د اسهال د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي، اسهال داسې ناروغي ده چې په هر انسان کال کې یو یا دوه واره راتلونکې وي.

دغه خواړه په لاندې ډول دی:

نرم خواړه

د اسهال ناروغ ته په کار دي چې له نرم خوړو څخه ګټه پورته کړي، لکه سوپ، وریجې، میوه او نور ځینې سبزیجات.

تازه خواړه

تازه خواړه د اسهال مخنیوي کې ګټور دي، لکه وریجې، کیلې، مڼې جوس، کچالو او دې ته ورته خوراک.

هغه خواړه چې پروبیوټیک Probiotic کې شامل وي، لکه مستې (هغه مستې چې له شیدو جوړې شوي وي او هیڅ رنګه کیمیاوي مواد ونلري)، او همدې ته ورته مشروبات.

د سبزي سوپ

د سبزي سوپ د اسهال ناروغۍ تر څنګ نورو ډيرو ناروغیو ته ښه درمل دی، (لکه زکام، سینه بغل او داسې نور).

همدا رنګه په یاد راپور کې د اسهال ناروغ لپاره له ګرمو خواړو نه منع شوې، لکه پیاز، هوګه، شیدې، خواږه، غوړ او تیزابي میوې، چې په هاضمه کې ستونزې جوړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د