افغانستان

جوزجان کې څلور پولیس طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وايي، د اقچې ولسوالۍ د چکش سیمې د یوې پوستې څلور پولیس د ټولو مهماتو سره طالبانو ته ورغلي او ټوله پوسته یې طالبانو ته تسلیم کړې ده.

د جوزجاني په خبره، د چکش د سیمې پوسته د شبرغان ـ مزار شریف پر لویه لاره پرته وه او د طالبانو نفوذي کس په هڅونه پولیسو پوسته پرېښې ده.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د حکومت په امنیتي لیکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو شتون ردوي؛ خو وخت ناوخت د دې ډلې نفوذي کسان خپل ملګري وژني او یا یې تسلیمۍ ته اړ کوي.

تېره اوونۍ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي عسکر د یوې پوستې ۲۷ عسکر وژلي وو؛ خو وروسته د نورو امنیتي ځواکونو له لوري دی هم ووژل شو.

اخوا، د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د داعش وسله‌والو د قوش تپې ولسوالۍ له دوو کلیو درې شپانه او ۱۸۰۰ څاروي بېولي دي.

د غفوري په خبره، د داعش وسله‌والو د نو اباد او جرقدق له کلیو د ځايي خلکو څاروي بېولي؛ خو تراوسه نه د شپنو او نه د څارویو معلومات شوی دی.

د داعش وسله والو له دې وړاندې د ننګرهار د شینوارو ولسوالیو له ځايي خلکو هم سلګونه څاروي بېولي وو او په خبره یې«غنیمت» یې ترلاسه کړی و.

د داعش وسله وال د هغو ټولو خلکو مالونه ځان ته غنیمت ګڼي، چې له دوی سره بیعت نه کوي او خلافت یې نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x