افغانستان

شپږو کانديدانو لومړۍ اعلان شوې پايلې رد کړې

نن ټکی اسيا: د ډاکتر زلمي رسول په ګډون د ولسمشرۍ شپږو نورو کانديدانو لومړۍ لس سلنه اعلان شوې رايې رد کړې.
ډاکتر زلمي رسول، استاد سياف، قطب الدين هلال، داوود سلطان زوی، ګل اغا شيرزي او هدايت امين ارسلا لومړۍ لس سلنه اعلان شويو پايلو په اړه و ويل چې، د دوی دغه نتيجې نه مني او زياته يې کړه چې دا د درغليو زيږنده نتيجه ده.
دغو کانديدانو بيګا ماخستن ناوخته د استاد سياف په کور کې غونډه وکړه او ټولو په يو غږ پريکړه وکړه چې، اعلان شوې نتيجه نه مني، ځکه چې، دا د درغليو زيږنده ده.
دغو شپږو کانديدانو له بيګانۍ غونډې وروسته د يو پريکړه ليک په ترڅ کې له ټولو هيوادوالو مننه وکړه چې، د حمل په۱۶مه يې په ولسمشريزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ، ولې د ټاکنو خپلواک کميسون او حکومتي چارواکو څخه يې شکايت وکړ چې، په لوی لاس يې پراخه درغلي کړې او د دوی حقوق يې خوړلي دي.
يادو کانديدانو پريکړه وکړه چې، دوی ټاکنو د درغليو په اړه کره شواهد لري، چې، ډېر زر به يې رسنيو ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close