کرکټ: ملي لوبډله عربي اماراتو ته روانه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره د انټرکانټېننټل کپ څلور ورځنۍ سیالۍ په موخه دغه هېواد ته روانه شوه.

دغه سیالۍ به د روانې میاشتې په ۲۹مه نېټه پلېږي چې د دیسمبر تر دوهمې نیټې به دوام مومي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د بنګله دیش کرکټ غوره لیګ سیالیو څخه نن د عربي اماراتو پر لور روان شو، هلته به د خپلې لوبډلې سره یو ځای د اماراتو پر وړاندې د انټرکانټینینټل څلور ورځینۍ سیالۍ تر سره کړي.

محمد نبي د خپلې لوبډلې سره د یوځای کیدو لپاره څو ورځې وړاندې بي پي ایل پریښی او هیواد ته راستون شوی و.

له عربي اماراتو سره د لوبډلې لپاره لاندې لوبغاړي غوره شوي دي:

لوبډل مشر اصغر ستانکزی، نور علي ځدران، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، ناصر جمال، افسر خان ځاځی، محمد نبي عیسی خېل، راشد خان ارمان، ظاهر خان پکتین، شرف الدین اشرف، دولت ځدران محمد یامین احمدزی، همدا رنګه فرید احمد ملک، منیر احمد او امیر حمزه هوتک د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه خپله د ورزش خصوصاً سالم او انسانی ورزش سخت طرفدار یم خو د بوکس او کریکټ له ورزش څخه ټینګه کرکه لرم، بوکس د انسانی کرامت خلاف یو ورزش دی او کریکټ د انګرېز په خیرنه او ناولې ځاله کی زموږ د پاکو ځوانانو د پاکو احساساتو اسارت دی.