نړۍ

د ليبيا نوي لنډ مهالي صدر اعظم استعفا ورکړه

نن تکی اسيا: د ليبيا نوي ټاکل شوي صدر اعظم عبدالله الثني اعلان وکړ چې، پر ده او کورنۍ يې له وسلوال بريده وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د عبدالله الثني يوه اوونۍ وړاندې د ليبيا نوی صدر اعظم ټاکل شوی و. عبدالله الثني پر خپل ځان او کورنۍ د بريد په اړه نور جزئيات ورنکړل، خو زياته يې کړه چې، دی نور خپله دنده پر مخ نشي بوولی.
د ليبيا د لنډ مهالي صدر اعظم يو سلاکار د فرانس خبري آژانس ته ويلي چې، په پلازمينه طرابلس کې د هوايي ډګر ته تلونکې لويې لارې سره پر عبدالله الثني او کورنۍ يې وسلوال بريد شوی ، ولې دغه بريد څه مرګ ژوبله نه درلوده.
له دې مخکې علي زيدان د ليبيا لومړی وزير وه، مګر نوموړ ليبيا کې د امنيت راوستلو کې د پاتې کيدو له امله د پارلمان لخوا له دندې ګوښه کړای شو.
شپيته کلن عبدالله الثني د ليبيا د پوځ متقاعد ډګروال دی، دليبيا کانګريس د څو اوونيو لپاره لنډ مهالی صدر اعظم ټاکلی وه، ولې د ده په دنده کې د دې لپاره وخت زيات کړای شو چې، دی به زر تر زره خپله کابينه اعلان کړي.
اوس که د الثني استعفا منل کيږي نو د ليبيا کانګريس به نوی صدر اعظم ټاکي.
د يادونې وړ ده چې، د پخواني ديکتاتور معمر القذافي له نسکوريدو وروسته د ټول ټاکنو په نتجيه ټاکل شوی پارلمان په امنيت راوستلو کې پاتې رغلی او په ليبيا کې د اسلامپالو او قومګرايو تر منځ شخړې هم حل شوي ندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x