دیني، سیرت او تاریخ

د کوربانه په کور کې په مجلس کې د ناستې او له مشرانو سره ادب

یو څو اهم اسلامي آداب : 15 او 16 اسلامي ادب

لیکنه : عبد الفتاح ابو غده

ژباړه : مفتي احسان اللّه

کله چې یو مجلس ته ورسې ، ددو کسانو په منځ مه کېنه ، بلکې د دوی ښې او یا چپه طرف ته کښېنه ، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ارشار کوي :

لا یجلس بین رجلین الا باذنهما . ابو داود

یعني د دوو کسانو په منځ کې مه کښېنه ، مګر ددوی په اجازت سره .

که هغوی ستا دغزت لپاره په خپل منځ کې ځای درکړ ، بیا هم هلته ډیر پراخ مه کښېنه ، راټول کښېنه .

ابن الاعرابي رحمة الله علیه وايې : دځینو حکماو خبره ده : چې دوه نفره ظالمان دي ، یو هغه سړی : چې د نصحت تحفه وکړله سي ، او دی هغه د ګناه سبب وګرزوي ، او دوهم هغه څوک ، چې په تنګ ځای کې ، ورته ځای ورکړل سي ، او دی هلته پراخ کښېنې .

او دا رکم چې د دو نفرو په منځ کې کښېنې ، د هغوی خبرو ته غوږ مه نېسه ، البته که خبره پټه نه وې نو خیر ، او خبره به داسي هم نه وي ، چې یوازي تر دغو دوو نفرو پوري خاص وي ، ځکه دغسې خبرو ته غوږ نول ستا د اخلاقو پر کمزوري دلالت کوي ، او دا یو داسي بدي ده ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې دکونکي په باره کې فرمايې :

من استمع الی حدیث قوم وهم له کارهون ، صُبَّ في أذنیه الْآنُكُ یوم القیامة .

یعني څوک چې د یو چا داسي خبرو ته غوږ نسي او اورې يې ، کوم چې هغوی دا کار نه خوښه وي ، نو د قیامت په ورځ به د دغه سړي په غوږو کې سرپ ور تویه کړل سي . (یعني ويلي سوي سرپ)

امام بخاري او نورو د دې حدیث روایت کړی دی .

ياد ساتئ ! کله چې درې نفره سره ناست وي ، نو دوه دې په مابین کې پټي خبري نه سره کوي ، ځکه په دغه رکم کار سره دوی هغه دریم نفر له ځانه بېله کوي ، او په یوازې والي کې پرېږدي ، د دې په نتیجه کې د دغه نفر په ذهن کې قسما قسمه خیالات راګرزي ، او دا خوی د مسلمان له شان سره نا مناسب دی ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه نه منع کړي ، او داسي فرمايې :

لا یتناجي اثنان بینهما ثالث . (رواه الامام ابو داؤد)

یعني دوه مسلمانان دې په منځ کې پټي خبري نه سره کوي ، کله چې ددوی په منځ کې دریم نفر وي .

په یاد حدیث کې نبي علیه السلام د نهې صیغه نکړه استعمال ، بلکي د نفي صیغه يې ذکر کړه ، د دې مطلب دا دی ، چې نبي علیه السلام دا خبر داری ورکول غواړي ، چې دا کار د مسلمان له شانه سره بېخي ليري دی . نو ځکه له دې کار ځان ګورئ ، ځکه دا یو داسي صفت ده ، چې د انساني فطرت خلاف ده .

دا حدیث امام مالک او امام ابو داود له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت کړی دی ، له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه سوال وسو ، چې که د درویو نفرو پر ځای ، څلوم کسان وي ، بیا (دوه نفره) سرګوشي کولای سوای ؟ ده جواب ورکړ ، چې بیا نو څه خبره نده .

16- ادب : د یو مسلمان له مشره سره د خبرو کولو ، تللو ، او په هره معامله کې ادب

په مرتبه او رتبه کې تر ځان دمشر حق وپېږنه ، که له ده سره پر لار روان وې ، نو لږ ترېنه شاته ښې لور ته ځه ، او که وکور ته له ده سره یو ځای ننوزې ، یا له کوره وزې ، نو هغه تر ځان مخته کوه ، که تر ځان له مشر سره ملاقات کوې ، په سلام او د هغه په عزت کولو سره يې حق ادا کړه ، که له هغه سره خبري کوې ، اول هغه ته د خبرو فرست ورکړه ، په ډیر احترام سره د هغه خبرو ته غوږ ونېسه ، که د خبرو موضوع داسي وه ، چې بحث او مباحثې ته يې اړتیا وه ، نو په ډیر ادب ، احترام ، سکون او نرمي سره ورسره موضوع وڅېړه ، د بحث په وخت کې اواز مه لوړه وه ، او هغه ته د اواز کولو او را بللو په وخت کې د هغه احترام له نظره مه باسه .

اوس نو دیادو آدابو په باره کې یو څو احادیث درته لیکو :

1- رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دوه وروڼه راغلو . . . .د دې لپاره چې د هغوی سره کومه حادثه پېښه سوېوه چې هغه د ده -صلی الله علیه وسلم- په مخ کې عرض کړي . . . په دوی کې یو مشر ورور و ، خو کشر هغه يې خبره کول غوښتل ، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل : کبّر کبّر . . . .یعني خپل مشر ورور ته د دې حق ورکړه ، او هغه ته د خبري کولو موقع ورکړه . (بخاري او مسلم)

2- رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لیس منا من لم یجل کبیرنا .

یعني هغه څوک له موږ نه ندی ، چې زموږ مشر ته عزت ور نه کړي .

3- او په بل روایت کې راغلي دي :

لیس منا من لم یوقّر کبیرنا ، ویرحم صغیرنا ، ویعرف لعالمنا حقّه .

یعني هغه شخص له موږ نه ندی ، څوک چې زموږ دمشر عزت نه کوي ، او زموږ پر کشرانو رحم نکوي ، او د زموږ عالم حق نه پېږني .

دا روایت امام احمد ، حاکم او طبراني د عبادة بن صامت رضي الله عنه نه کړی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x