افغانستان

پکتیکا کې د امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): پکتیکا کې د امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې دواړو لوريو ته د ملکي وګړو په ګډون درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې.

نښته نن مازیګر مهال د دې ولایت په مرکز ښرنه کې د پولیسو د لومړۍ حوزې او د پولیسو د یو کنډک تر منځ پیل شوه.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، په پېښه کې تر اوسه پورې درې پولیس وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ګڼ نور ټپيان دي.

د پکتیکا د ملکي روغتون څخه نن ټکی اسیا ته یوې سرچينې وویل، چې تر اوسه يې یاد روغتون ته د پولیسو پنځه مړي او پنځه ویشت ټپیان ور وړي دي.

د سرچينې په قول په ټپیانو کې څو تنه ملکي وګړي هم شامل دي، خو لا هم د روغتون په ګډون په ګڼو پوستو کې د دواړو لوریو پلویان اماده ناست دي.

د ښرنې اوسېدونکي وايي، نښتې نږدې دوه ساعته دوام وکړ، چې درنه وسله هم پکې استعمال شوه، چې له امله یې ملکي وګړو ته زیان اوښتی دی.

تر اوسه د پولیسو د کنډک او د پولیسو د حوزې تر منځ د جګړې علت نه دی ښوودل شوی.

پکتیکا یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې چارې یې پارلماني وکیلان کنټرولوي او ولایتي مسوولین پکې د پام وړ صلاحیت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عصمت مديزى

زه فکر کوم چى اوسنى حکومت به ده شيهد ډاکټر نجيب الله دحکومت په ړنګ سى په هغه وخت کى هم خپل منځى جګړه پيل لوړپوړى چارواکى پاکستان ته تسليم سوه که په اوسنى حکومت کى خپل منځي جګړى پيل سى په 6شپږمياشتو کى به حکومت دسقوط سره مخ سى 50 فيصد دحکومت ځواکونه طالبانو ته تسليم سى ده دى نظام رهبرى بايد يو عادل انسان ته وسپارل سى

عبدالکریم

### ڈاکٹرنجیب تہ دہ شھید لقب مورکوہ پہ دغہ خبرہ باندی مرتدد سوی ھرسوک نجیب شھید بولی پرہغہ دہ الله ج ج لعنت وی ولی یوفاجریوفاسق یوکمونسٹ تہ شھید لقب ورکول یو ڈیر لوئ ستر خیانت دہ الله ج ج دہ فضل کرم وکی

افغان

عصمت مدیری صاحب ، د هر چا خبل نظریات دی زه پری کار نه لرم مګر د ملحد، د دوه میلونو شهیدانو قاتل خبیث نجیب ته د شهید کلیمه کارول ، سر بیره پردی چه هغو دوه میلونو شهیدانو د کورنیو په زخمو مالګه دوړول دی د شهید سپیڅلی کلیمی ته توهین او د اسلام مبارک دین او الهی نظام ته کنځل دی، نه یواځی هغه دوه میلونه شهیدان بله تر هغی وروسته چه کمونستانو او اخوانیانو سره په ګډه خپل منځی جنګونه د یوی لسیزی د پاره څو میلونه نور بی دفاع افغانان په شهادت ورسول او یا نن… نور لوستل »

غوربندی

عصمت صاحب ستاسو ارزونه پر ځای خو القاب مو غلط دي. ډاکټر نجیب شهید نه بلکه د روسانو ګوډاګی وو چې خپله سزا یې ولیده او ګوډاګی حکومت یې پاکستان ته نه بلکه د افغانانو د سرتاسري سپېڅلي مقاومت په وړاندې له هغه وروسته په ګونډو شو چې سره اشغالګر فوځونه زمونږ له خاورې ټیټ یرونه وتښتېدل. دا خبره چې د مقاومت مشران د پاکستان او غرب ګوډاګیان وختل او د افغانانو د قربانیو ثمره یې له خاورو سره خاورې او کورنۍ جګړې یې وکړې هم حقیقت دی چې نباید سترګې ترې پټې شي. د اوسني روان افغانشموله مقاومت پر… نور لوستل »

Pattang

له طالبه بل عادل إنسان نشته الله په دي لنډ غران ورک کړي او طالب راولي !!

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x