افغانستان

مشرانو جرګه: د محقق وروستۍ څرګندونې د نوموړي شخصي نظر دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): مشرانو جرګې او ولسي جرګې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د اندېښې وړ بللي، چې ویلي یې وو، په سوریه کې جنګېدونکې افغان شیعه ګان د کفر پر وړاندې جګړه کوي.

د مشرانو جرګې د دارالانشاء مرستیال ډاکټر محمد فیصل سمیع وايي، د محقق وروستۍ څرګندونې نا مسوولانه دي او د حکومت یوه لوړي چارواکي باید داسې خبرې نه وی کړی.

د سمیع په خبره، افغانستان خپله د «ترهګرۍ له ګواښ»، جګړې، بې وزلۍ او ناوړه حالت سره مخ دی او دغسې حالاتو کې باید د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړو.

د مشرانو جرګې بل غړي محمد حنیف حنفي د مشرانو جرګې ناستې ته د محقق وروستۍ څرګندونې د هېواد د ملي ګټو پر ضد وبللې او له افغان سیاستوالو یې وغوښتل، چې افغانان باید د نورو لپاره جګړې ته ونه هڅوي.

د حنفي په خبره، د محقق څرګندونې بدې پایلې لري او افغانان دې پردۍ جګړې د افغانستان داخل ته نه راوړي او له ځوانانو دې ناوړه ګټه نه پورته کوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار محقق ته په خطاب کې وویل« محقق تېروتنه کړې، بد یې کړي»

مسلمیار له افغان سیاستوالو وغوښتل، چې پر ملت دې رحم وکړي او خپله سوداګري دې پرېږدي.

د ده په خبره، موږ باید د خپلو ټپونو درملنه وکړو، نه باید د نورو لاس پاکي جوړ شو.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي هم د محقق وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ولسي جرګې وړاندې هم په بهرنیو هېوادونو په تېره د سوریې په جګړه کې د افغانانو ګډون غندلی او اوس یې هم غندي.

د ګډ حکومت حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق دوه ورځې وړاندې په تهران کې د «اهل بیت مینه‌والو» تر نامه لاندې جوړې شوې غونډه کې د هغو افغانانو ستاینه کړې وه، چې په سوریه، افغانستان، پاکستان او عراق کې جګړه کوي.

محقق له هغو جنګیالیو مننه کړې وه، چې په دغو جګړو کې یې برخه اخیستې ده« له ټولو جنګیالیو څخه چې که هغوى له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې، د هغوی له بریا د زړه له کومې مننه کوم او همدارنګه په دې جګړو او برياوو کې د قاسم سلیماني او سید حسن نصرالله ونډه ډېره ښکاره وه»

محقق ویلي وو، چې د افغانستان د شمال له ناامنه کېدو سره منځنۍ اسیا هم ناامنه کېږي او سیمه ییز هېوادونه دې د دغه ګواښ مخه ونیسي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو تراوسه د محقق د وروستیو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت له ایران غوښتي وو، چې افغانان دې د سوریې جګړې ته استوي.

د محقق وروستیو څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې هم د ځینو فعالانو غوصه راپارولې ده.
ذاکر جلالي پر خپل فېسبوک لیکلي«ماته د محقق خبرې غیرمنتظره نه وې. دا خو ښکاره خبره ده چې د منځني ختیځ په تېره سوریې کړکېچ په لویه کې د روسیې او امریکا او په سیمه ییزه کچه د ایران او سعودي د ژیوپولیتیکي سیالیو زېږنده ده. په دغه معادله کې طبعا محقق د ایران له بلاک سره ولاړ دی. که په سوریه کې د ایران رول ویجاړوونکی دی، د سعودي هم د ثبات او سولې په ګټه نه دي.
اخلاقي بحث کې بیا دواړه لوري راګیرېدای شي؛ خو د قدرت په لوبه کې اخلاق لومړیتوب نه وي.»

خوشال دراني په کنایوي ډول له حکومت غوښتي چې محقق دې اعدام کړي« د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د ولسمشر غني په حکم په ایران کې د «ملي خیانت» په تور نیول شوی او سبا به کابل کې اعدام شي.

په دې حکومت کې یې منېکه واورې.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

که په یو ښار کی د مسجد او کلیسا او بُت خانې دروازې وتړل شی، نور نو هیڅوک د شکایت حق نلری چه فلانی کازینو یا مُردګو خانې ته ولی ځی؟
نن ورځ د حق او حقیقت د سرای دروازې تړلی دی، هر څوک کولای شی خپل اعمال توجیه کاندی بناً هم د محقق استدلال سم دی او هم د هغه د مخالفینو استدلال.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x