نړۍ

امنيت شورا د اوکراين په اړه بيړنۍ غونډه لري

نن تکی اسيا: امنيت شورا د روسيې په غوښتنه د اوکراين ختيځ کې د تاوتريخوالي په اړه بيړنۍ غوڼده وکړه.
دغه غونډه چې، نن د دوشنبې په شپه وشوه، کيف د اوکراين په ختيځ کې له وسلوالو غوښتي چې، د ګريونچ پر وخت تر نن سهار شپږو بجو پورې دې له دولتي ودانيو ووځي.
د امنيت شورا ګډونوالو ډيپلوماتو ويلي چې، دغه غونډه د روسيې په غوښتنه شوې چې، د امنيت شورا دايمې غړيتوب لري او بايد د امنيت شورا پريکړې هم رغنده رول ولوبوي.
بل پلو فرانسې او نورو لوديځو هيوادنو په ځانګړې توګه امريکا او بریتانيا ويلي چې،د امنيت شورا غونډه کې دې د ملګرو ملتونو لپاره د اوکراين استازی هم ګډون وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې، دوی د غونډې په اجنډا کار کوي تر څو د اوکراين مسئله په ښه توګه حل کړای شي.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې د مظاهره چيانو پر خلاف د کيف وسلوال ګواښ غندل شوی او دا يې يو مجرمانه عمل بللی.
روسيې له غربي هيوادونو غوښتي چې، اوکراين له وسلوالو عملياتو منعه کړي؛ ځکه چې، د مظاهره کوونکو پر خلاف وسلوال عمليات به اوکراين کې کورنۍ جګړه پيښه کړي.
اخري ګواښ:
د اوکراين د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه د اوکراين په ختيځ کې له مظاهر چيانو غوښتل شوي چې، د ګرينوچ پر وخت تر شپږو بجو پورې دې دولتي ودانۍ پريږدي، په بل صورت کې به يې پر خلاف وسلوال عمليات کيږي.
د يادونې وړ ده چې، د اوکراين په ختيځ ښار سولو وينڅک کې د مظاهره چيانو او امنيتي چارواکو تر منځ په نښتو کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
شخړه هغه مهال په جګړې واوښته چې، روس پلوو مظاهره کوونکو په دغه ښار کې پر دولتي ودانيو قبضه وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وايي چې، د دغو شخړو او لانجو تر شا د روسيې لاس دی او بايد له دې خپل ناوړه کاره لاس پر سر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x