افغانستان

اجراییه مشر: په محبسونو کې شته ستونزې د اندېښنې وړ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د هېواد په ډېرو زندانونو کې ستونزې شته او د دغو ستونزو د حل لپاره باید جدي اقدام وشي.

د سپیدار ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل، چې اجراییه مشر د محابسو ریاستونو ته امر کړی، چې د هغو زندانیانو دقیق لېست برابر کړي، چې درملنه یې ناشونې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه لېست د برابرولو وروسته به حکومت د دغو کسانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

د محابسو عمومي رییس جنرال عبدالحلیم کوهستانی هم مني، چې ډېری زندانیان د ناڅرګند برخلیک، په زندانونو کې د مسلکي پرسونل او د بودیجې له کموالي یې لویې ستونزې دي.

اجراییه مشر د زندانونو په اړه داسې مهال اندېښنه ښيي، چې ډېری زندانونو کې بندیان بې له کوم جرمه کلونه ـ کلونه بند تېروي.

په قضايي ادارو کې د اداري فساد له امله سلګونه بندیان تراوسه بې برخلیکه پراته دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د څرخي پله له زندانیانو سره د مور میرې چلند په اړه څو ځلې خواشیني ښودلې؛ خو د زندانیانو ستونزې تراوسه پر خپل ځای پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x