
حامد کرزی: د امریکا اوږدمهالی حضور، ښايي زموږ په ګټه نه وي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې د امریکا اوږدمهالی حضور، ښايي د افغانانو او د هغوی د ګاونډيانو په خیر نه وي.
حامد کرزي له «سپوتنیک» خبري سرچينې سره د خبرو په مهال ويلي، روانه جګړه د امریکا د ګټو لپاره ده، چې تاوان يې یوازې افغانانو ته پاتې کېږي.
کرزی وايي، په روانه جګړه کې د امریکا پر سیاست د روسيې شک او نیوکه ښيي، چې روسیه پر حقه ده.
د پخواني ولسمشر په خبره که څه هم تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې روسیې په افغانستان کې د امریکا له سیاست سره د هو سر خوځاوه، وروسته يې مخالفه شوه.
کرزی وايي: «په ۲۰۰۸ کال کې، د شانګهای کنفرانس کې ما د روسيې ولسمشر ته د امریکا له چلنده شکایت وکړ، ښاغلي پوتین راته وویل، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له امریکا سره د نظر مخالفت لري، خو په افغانستان کې يې پلوي کوي.»
په وينا يې، درې کاله وروسته د امریکا پر تګلاره د روسيې شک پیاوړی شو او اوس پرې پوره بې باوره ده، هغوی د امریکا موجودیت د ځان په ګټه نه بولي.
حامد کرزی په داسې حال کې د امریکا له حضوره شکایت کوي، چې د افغانستان د نږدې یوې نیمې لسیزې همدا واکمن د امریکايي ځواکونو د برچو په سیوري کې په ارګ ننوت.
تېره ورځ په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم د امریکا نور موجودیت د افغانانو لپاره له زغمه وتلی وګاڼه.
ضعیف: افغانانو ته د امریکا حضور نور د زغم وړ نه دی
ضعیف د ملي محور ګوند، خبري ناستې ته وویل، د سولې لپاره مهمه ده، چې امریکا خپل نظامي حضور ته د پای ټکی کېږدي.